د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

رحیمي: د تښتول شوې اسټرالیایي مېرمنې د خوشې کېدو هڅې روانې دي


د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د یوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو د څرنګوالي په اړه هڅې روانې دي او له هغو امنیتي مسؤلانو سره به جدي چلند کېږي چې په دې برخه کې یې بې‌غوري کړې وي.

د کابل امنیتي مسؤلان وايي، هڅه کوي دغه پاکستاني‎الاصله اسټرالیايي مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغوري او عاملین‌یې قانون ته وسپاري.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه مېرمن چې له یوې بهرنۍ مؤسسې سره‌یې کار کاوه د کابل ښار لسمه حوزه کې د نامعلومو وسله‎والو له لوري تښتول شوې ده.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"داسې واقعات تر ډېره جدي څېړل کېږي، کله چې دا واقع شوی زموږ یو مشخص مسلکي ټیم پر همدې بوخت دی څو یې پيدا کړي او څوک په‎کې پړه دي. که کوم څوک مقصر وپېژندل شي په اړه به‌یې پريکړه کېږي او که تخنیکې ستونزه وي د حل لپاره به‌یې کار کېږي."

امنیتي مسؤلان وايي چې دغه مېرمن فرح‌شاه نومېږي او د شنبې ماښام د کابل د لسمې حوزې اړوند قلعه فتح‎الله سیمه کې د دوو وسله‎والو کسانو له‎خوا چې ملکي جامې یې په تن وې تښتول شوې ده.

د دوی په وینا دغې پاکستاني‎الاصله مېرمن چې وړاندې له دې افغاني‌الاصله بلل شوې وه له اکبر مؤسسې سره کار کاوه او له هغې سیمې څخه تښتول شوې چې څو میاشتې وړاندې یوه هندۍ مېرمن هم برمته شوې وه.

هندۍ برمته شوې مېرمن د برمته کوونکو له منګولو راخلاصه شوه
هندۍ برمته شوې مېرمن د برمته کوونکو له منګولو راخلاصه شوه

په نېږدې یو کال کې د بهرنیو مرستندویه مؤسسو څو تنه کارکوونکي یوازې په کابل ښار کې تښتول شوي دي.

له دې مخکې هم په کابل ښار کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

څو میاشتې وړاندې یوه هندۍ مېرمن چې له یوې مرستندویه مؤسسې سره‌یې کار کاوه د کابل ښار په لسمه حوزه کې د ناپېژنده وسله‎والو له لوري وتښتول شوه خو له یوې مودې وروسته خوشې کړای شوه.

د دغه وضعیت دوام په افغانستان کې ځینې بهرنۍ مؤسسې او د یادو مؤسسو بهرني کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده وايي، افغانستان کې د بهرنیانو تښتول کولای شي په دغه هېواد کې د مرستندویه مؤسسو پر چارو او فعالیتونو منفي اغېز وکړي.

اخندزاده: د بهرنیانو تښتول کولای شي افغانستان کې د مرستندویه مؤسسو پر فعالیتونو منفي اغېز وکړي.
اخندزاده: د بهرنیانو تښتول کولای شي افغانستان کې د مرستندویه مؤسسو پر فعالیتونو منفي اغېز وکړي.

دی وايي:

"دا چې بهرني وګړي افغانستان کې تښتول کېږي دا وضعیت د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت منفي اغېز کوي او سربېره پر دې پر هغو مرستو هم اغېزه کوي چې موږ ورته اړتیا لرو نو ځکه باید په دې اړه جدي اقدام وشي."

د کابل امنیتي مسؤلان ټینګار کوي چې ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي خو وايي چې بهرني اتباع باید د شپې له‎خوا د ګرځېدو په صورت کې امنیتي ځواکونه په جریان کې پرېږدي.

خو د کابل اوسېدونکي امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او تل‌یې په ښار کې د غیر مسؤله وسله‎والو له حضوره، تښتونې، وژنې او له ورته نورو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

رحیمي: د تښتول شوې اسټرالیایي مېرمنې د خوشې کېدو هڅې روانې دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

راپور: عبادالله حنانزي

XS
SM
MD
LG