د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

کابل کې د اکبر موسسې یوه اسټرالیايي کارکوونکې تښتول شوې


په کابل کې د اکبر موسسې یوه اسټرالیايي کارکوونکې تېره شپه د دوو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې ده.

یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل دا ښځه د قلعه فتح الله له اتم سړکه تښتول شوې او پولیسو د تښتونکو د پېژندلو او د قضیې د لاسپړلو لپاره هڅې پيل کړي دي.

اخوا په اکبر موسسه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تښتول شوې کارکوونکې د غیر دولتي موسسو د ظرفیت لوړولو په برخه کې فعالیت درلود.

د کابل پولیسو د شپې تر ناوخته په دې قضیې څېړنې کړي خو جزئیات یې رسنیو ته نه دي ویلي.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې له همدې سیمې یوه هندۍ مېرمن جودیت دسوزا چې له اغاخان موسسې سره یې کار کاوه د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شوه چې له څلورو میاشتو وروسته د پولیسو په هڅه بېرته خوشې شوه.

پخواني:

د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو قلعه فتح الله سیمه کې یوه افغاني الاصله اسټراليايې مېرمن تښتول شوې ده.

یو افغان امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي ازادي ته وویل چې دغه مېرمن د اکبر موسسې کارکوونکی وه چې نن د دوو وسله والو له خوا چې ملکي جامې یې پر تن وې تښتول شوې ده.

که څه هم دغې سرچینې په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل خو ازادي راډیو ته یې وویل چې پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.

لاتر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې دی منلی.

XS
SM
MD
LG