د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

عبیدي: د تښتول شوې هندۍ مېرمنې په اړه به مطلوبه نتیجه ترلاسه شي


د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس وایي، په کابل کې د تښتول شوې هندۍ مېرمنې دیسوزا د راخلاصون لپاره به ډېر ژر یوه مطلوبه نتیجه ترلاسه شي.

سره له دې چې په کابل کې د میرمن دیسوزا له تښتول کېدو یوه اوونۍ تیریږي خو د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي وایې د دې هندۍ میرمنې د خوشې کېدو لپاره د دوی جدي هڅې روانې دي.

فریدون عبیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې قضیې په اړه به ډېر ژر یوه مطلوبه نتیجه ترلاسه شي:

"انشاالله ډېر ژر به د دې ښځې د خوشې کېدو لپاره یوه مطلوبه نتیجه پیدا کړو، په دې اړه جدي کارونه روان دي، خو موضوع د حساسیت له وجې د تحقیقاتو پرمختګ په اړه معلومات نه شو ورکولای هیله مند یو چې ډېر ژر د قضیې ټول جریان له خلکو سره شریک کړو."

دغه مېرمنه جودت ډي سوزا نومیږي، ۴۰ کاله عمر لري او په کابل کې یې د اغا خان په نوم بنسټ سره کار کاوه چې د تیرې جمعې په شپه د کابل ښار له لسمې ناحیې څخه د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیره مېرمن سوشما سوارج
د هند د بهرنیو چارو وزیره مېرمن سوشما سوارج

د هند د بهرنیو چارو وزیره مېرمن سوشما سوارج هم رسنیو ته په خبرو کې د دې هندۍ مېرمنې د تښتول کېدو خبره منلې ده.

په همدې حال کې د اغا خان بنسټ ویلي چې د دې ښځې د خلاصون لپاره له افغان امنیتي ادارو سره کار کوي.

په تېره یوه لسیزه کې دا څلورم هندي تبعه ده چې په افغانستان کې تښتول کېږي.

له دې وړاندې هندي کاتولیک کشش الیکسس پرم کما په ۲۰۱۴ کال کې او دوه هندي ساختماني کارګران په۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې تښتول شوي او وروسته بیا ټول د تښتونکو له منګلو خلاص شوې دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کار پوه یونس فکور د دې هندۍ میرمني تښتول کېدو ته په اشارې وویل چې دا استخباراتي اختطافونه دي او په دې خاطر ترسره کیږي چې په افغانستان کې د هند مرستې محدودې شي.

فکور: استخباراتي اختطافونه په دې خاطر کیږي چې په افغانستان کې د هند مرستې محدودې شي.
فکور: استخباراتي اختطافونه په دې خاطر کیږي چې په افغانستان کې د هند مرستې محدودې شي.

ښاغلي فکور زیاته کړه:

"دغه اختطاف چې د هند تبعه ده دا استخباراتي اختطافونه دي، د دې لپاره چې د هند اتباع په افغانستان نا مطمینه کړي، وي ډاروي، ترڅو هغه مرستې چې هند حکومت له افغانستان سره کوي د هغوي مخه ونیسي."

ښاغلي فکور همدارنګه وویل، افغان حکومت باید د هغو هېوادونو اتباعو ته چې دلته حکومتونو سره یې استخباراتي رقابتونه لري د ژوند د خوندیتوب ځانګړي امنیتي تدابیر برابر کړي.

د سیاسي چارو دغه کارپوهان وایي، که د دا ډول تښتونو مخه ونه نیول شي نو دا لړۍ به دوام وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG