افغانستان
اسټرالیا د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې ټاکلې
اسټرالیا خپله یوه تجربه کاره ډیپلوماته، امیندا مک ګریګور د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه وټاکله.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پینسي ونګ پرون په یوه بیان کې دغه خبر ورکړ.
مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز په ځان دا دنده مخته وړي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې اغلې مک ګریګور به له قطر څخه کار کوي او له هغو هېوادونو سره به په تماس کې وي چې پر طالبانو فشار راولي چې بشري حقونه رعایت کړي.
مک ګریګور پخوا د اسټرالیا د کاناډا او لبنان په سفارتونو کې د ډیپلوماتې په توګه کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د صدراعظم او کابینې جګپوړې سلاکاره پاتې شوې ده، دا د اسټرالیا د دفاع په وزارت کې هم د کار تجربه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۱۰ ملیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې لس میلیونه یورو مرستې به د ښځو لپاره کوچینۍ تصدۍ جوړې شي.
د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د پراختیایي ادارې( یو این ډي پي) له لورې ولګول شي. بیان زیاتوي چې له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.
یو این ډي پي ویلي دي چې په افغانستان کې له دوه زره یو ویشتم کال راپه دې خوا چې طالبان بیا ځلي واکمان شوې دي، نړیوالې مرستې کمې شوې او پر ښځو محدودیتونه زیات شوې چې له امله یې په اقتصادي ډګر کې د دوی هلې ځلې له خنډونو سره مخامخ شوې دي.
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس وفات شو
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی مشر عبدالسلام عظیمي ومړ.
عبدالسلام عظیمي چې د مصر په الازهر پوهنتون کې حقوق او اسلامي شریعت لوستی و، په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي استاد پاتې شوی. په تیر جمهوري نظام کې د اساسي قانون د تدوین د کمیسیون غړی و او د ولسمشر حامد کرزي حقوقي سلاکار. پوهاند عظیمي له دوه زره شپږم تر دوه زره څوارلسم کلونو پورې د افغانستان د سترې محکمې رییس و.
پوهاند عظیمي د پنجشنبې په ورځ د نوي کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو.
د ویسټ اینډیز کرکټ لوبډلې افغان ټیم ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د درې شل اوروه لوبو وروستۍ یوه تیر ماښام د پنځلس منډو په توپیر بایلوده.
تر دې مخکې دوې لوبې افغانستان ګټلې وې. دا لوبې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوې.
ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.
په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.
د تکواندو روزونکې خدیجه احمد زاده له بند خوشې شوه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې بی بی سي ته تایید کړې چې دتکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمد زاده چې د امربالمعروف په امر هرات کې نیول شوې وه خوشې شوې ده.
خبر زیاتوي چې نوموړې دځايی محکمې د حکم په اساس په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه او نن یې د بند موده پوره شوه.
خدیجه احمد زاده د مرغومي په شلمه دهرات د جبرئیل ښار څخه نیول شوې وه. امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو چې نوموړې نیول شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده.
د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پرته له جزییاتو بی بی سي ته ویلي وو چې آغلې احمد زاده شرعي مقررات مات کړي.
ښاغلي خیبر ویلي وو چې څو کسه نور هم نیول شوي او محاکمې ته به وړاندې شي.
لسګونه افغان کډوال د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نننۍ خبرپاڼه وايي روانه اونۍ د پاکستان له توقیف خونو ۱۲۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼه کندهار کې د راستنیدونکو دچارو د ریاست د راپور په اساس وايي دغه کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو بندیان وو او ددغه ریاست لخوا د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږل شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ UNHCR خپل تازه راپورکې چې وړمه ورځ یې خپور کړ وویل چې پاکستان کې د پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو، نیولو او ایستلو موارد زیات شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۱ لکه کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان افغانستان ته ډیپورټ یا اخراج یا شوي دي.
د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل
دافغانستان په دیرشو ولایتونو کې نن د واورو او بارانونو اټکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوا پیژندنې ریاست وايي کابل، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان ، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنگان، بلخ، کندوز، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزگان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوگر ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو اټکل شوی دی.
د واورې کچه له ۱۰ تر ۶۵ سانتي مترو او دباران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملی میترو اټکل شوې ده.
بلخوا د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د سالنګ لار د واورې او توپان له کبله دچهارشنبې له سهاره د هرډول باروړونکو او مسافر وړونکو وسایطو په مخ تړل شوې ده.
د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه وغندله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په کابل کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنه په کلکه وغندله.
دې شورا پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او بڼو د افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.
په دې چاودنه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وشوه او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست، اوه تنه ووژل شول چې یو یې چینایی وګړی و. د دې پیښې په شاوخوا شلو ټپیانو کې هم د یوه بل چینایي وګړي د سخت ټپي کیدو ویل شوي و.
د ملګروملتونو امنیت شورا د دې اړتیا پر ټینګار سره چې "د دغو کرکجنو ترهګریزو اعمالو عاملین، تنظیموونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي باید مسؤل وګرځول شي او عدالت ته راکاږل شي" له "ټولو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو له مخې دې په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو سره فعاله همکاري وکړي."
د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ وویل چې د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنه پیل شوې ده.
د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د راپریوتو په پيښه کې درې تنه مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي
د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د یوه کور د چت د راپریوتوله کبله دوه نجونې اویو هلک مړه او دوه کسه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د منډول ولسوال ملا محمد سفر هجرت ازادۍ راډیو ته وویل، یوه میرمن او یو هلک چې په پیښه کې ټپیان شوي د درملنې لپاره د منډول روغتون ته انتقال شوي دي. ولسوال د ټپیانو وضعیت نازک وښود او زیاته یې کړه چې دا پیښه د درنې واورې د وریدو له امله رامینځته شوې ده.
د نورستان د منډول لیرې پرته غرنۍ ولسوالۍ د بدخشان ، پنجشیر او لغمان ولایتونو سره ګډې پولې لري.
ملي ټیم ویسټ اندیز ، او U-19 ټیم تانزانیا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ویست انديز په وړاندې د ۳ شل اوریزو لوبو د سیریز دوهمه لوبه هم وګټله او دغه سیریز یې په خپل نوم کړ.
دبۍ کې ددغې لوبې پیل کې افغانستان بیټنګ وکړ او په شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو،سیالې لوبډلې ته ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.
د ویست اندیز ټیم یواځې ۱۵۰ منډې وکړې او په نولسم اور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
بلخوا، دافغانستان له ۱۹ کلونو د کم عمر لوبغاړو ټیم د چهارشنبې په ورځ تانزانیا ته په ماتې ورکولو په U-19 نړیوال جام کې دریمه پرله پسې بریا خپله کړه.
دافغانستان U-19 ټیم په داسې حال کې چې ۲۲۴ ټوپونه یې درلودل سیاله لوبډله په ۹ ویکټو ماته کړه.
دافغانستان U-19ټیم لدې مخکې په D ګروپ کې د جنوبي افریقا او ویست انډیز ټیمونو ته ماته ورکړې.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلې تانزانیا ته هم ماتې ورکړه
د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ د افغانستان د کرکټ د تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډلې نن تانزانیا ته د نهو ویکټو په توپیرماتې ورکړه.
د تانزانیا لوبډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې د افغانستان لپاره د ۸۵ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې وکولای شول د یوه لوبغاړي په سوځیدو دغه هدف پوره کړ. دا د افغانستان د کمکیوځوانانو د لوبډلې دریمه بریاده چې ترلاسه کوي یې.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیزاوجنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړې دي.