د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

له افغانستانه د روغتیایي کادرونو تېښته؛ شاوخوا ۴۰۰ یوازې بریتانیا ته تللي


ارشیف: په کابل کې یوه روغتیاپاله د یوه ناروغ د کتنې پر مهال
ارشیف: په کابل کې یوه روغتیاپاله د یوه ناروغ د کتنې پر مهال

له افغانستانه د مسلکي کدرونو د تیښتې په لړ کې سلګونه روغتیایي متخصصان او کارکوونکي هم له دغه هېواده وتلي چې شاوخوا ۴۰۰ یوازې بریتانیا ته تللي دي.

د کندهار په میرویس روغتون کې یوه مور د خپلې ناروغې ماشومې بستر ته ناسته ده او خپله بې‌وزلي ژاړي.

دغه مور وایي، لور یې چې په تلاسیمیا یا د وینې د کمولو په ناروغۍ اخته ده، دوامداره درملنې او وینې ته اړتیا لري، خو په خبره یې دا هرڅه د دوی له اقتصادي وسې پورته دي.

هغې وویل: "یوازې وینه مفته ده، نور نو نه دوا شته او نه کوم بل شی، دغه سیروم مو هم دا اوس په بیه واخیسته، د موټر کرایې ته حیران یو، نرینه مو د ریړۍ (کراچۍ ) کار کوي."

په افغانستان کې سلګونه زره مېندې ورته دردونکې کیسې لري او هلته زیانمن شوی روغتیایي سیستم یې اړتیاوو ته ځ

د کندهار په میرویس روغتون کې په تلاسیمیا اخته ماشوم ته وینه ورکول کېږي.
د کندهار په میرویس روغتون کې په تلاسیمیا اخته ماشوم ته وینه ورکول کېږي.

نړیوالو هم دغه ستونزه درک کړې او د بشري ناورین له کبله یې روغتیایي سیستم نازک یاد کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د تېر ۲۰۲۳م کال په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسان روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري، خو د روغتیایي سیستم د بشپړ نه ملاتړ له کبله ۸ میلیونه دغه کسان روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې دي.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسیدونکی مولوي وراث شاه د هغو افغانانو له ډلې دی چې خپله سیمه کې روغتیایي خدمتونه نه لري او په خبره یې ناروغان تر لرې واټن پورې بیایي.

هغه وویل: "هیڅ قسم روغتیایي اسانتیاوې دغه علاقه نه لري، دغه خلک ډير زیات غریبان دي، ډېر کله داسې کېږي چې ناروغ ډاکټر ته په لاره وفات شوی دی، وجه داده چې دلته روغتیایي اسانتیاوې نه وې."

د افغانستان د همدې نازک روغتیایي سیستم له اډانې څخه بیا د سلګونه مسلکي روغتیایي کادرونو تېښتې د وضعیت د لا خرابېدو وېره پیدا کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه پخواني لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، تېرو درېیو کلونو کې سلګونه روغتیایي کادرونه له هېواده وتلي او په خبره یې شاوخوا ۴۰۰ یوازې بریتانیا ته تللي دي.

د دغې سرچینې په باور، له افغانستانه په وتلو روغتیایي کادرونو کې د عامې روغتیا وزارت د مهمو څانګو، ریاستونو او ادارو مسوولان او د بېلابېلو طبي برخو متخصصان شامل دي.

په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون پخوانی مشر سید عبدالله احمدي چې د ملا د تېر د جراحۍ متخصص دی، د طالبانو د بیا واکمنۍ تر پنځو میاشتو پورې هم کابل کې و، خو وایي، وروسته کړۍ پرې تنګه شوه او له هېواده ووت.

هغه وویل: "د طالبانو چې پنځه میاشتې پوره شوې، پر ما شرایط ډېر تنګ شول، یوځل مې د عامې روغتیا له وزیر سره وخت ونیوه او له هغه مې وپوښتل چې د ډار احساس کوم او هره ورځ دفتر کې له ګواښ او سپکاوي سره مخامخ کېږم، له بده مرغه چې وزیر صاحب ماته د رد ځواب راکړ او راته یې وویل چې تر دوو کلونو پورې به د دوی د حکومت حالات نظامي وي او مونږ نه پوهېږو چې مشر او کوچنی څوک دی. دا چې شرایط ډېر سخت شول، نو له هېواده راووتم."

احمدي اوس د فنلنډ په یوه روغتون کې کار کوي.

د عامې روغتیا وزارت یو بل متخصص چې اوس په لندن کې اوسېږي، ازادي راډيو ته د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط وویل، دی یوازې د خپلو لورانو د تعلیم او تحصیل د دوام په موخه بریتانیا ته تللی دی.

نوموړی وایي، روغتیایي کارکوونکو ته اوس له افغانستانه وتل یو څه اسانه شوي او په وینا یې هر هغه ډاکتر چې یوه میاشت هم کومې بهرني موسسې سره کار کړی وي، له هېواده وتلو ته یې زمینه برابرېدلی شي.

د صحت عامې یو بل متخصص چې اوس په چک جمهوریت کې اوسېږي، د ډاکترانو د تېښتې لاملونه ناوړه اقتصادي شرایط، د اولادونو د تحصیل د دوام په وړاندې خنډونه او په مسلکي څوکیو باندې د غیر مسلکي کسانو ګمارنه بولي.

هغه چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د ډاکټرانو وتلو په افغانستان کې پر روغتیایي سیستم ډير فشار راوستلی دی.

یو متخصص وايي: دې چارې زمونږ پر روغتیایي سیستم د پام وړ اغېز کړی دی، د تجربه کاره ډاکتر صاحبانو په کمښت سره روغتیایي سیستم تر فشار لاندې راځي.

نوموړي زیاته کړه: "دې چارې زمونږ پر روغتیایي سیستم د پام وړ اغېز کړی دی، د تجربه کاره ډاکتر صاحبانو په کمښت سره روغتیایي سیستم تر فشار لاندې راځي، پایله کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت ټیټېږي. د ډاکترانو په ځانګړې توګه د ښځینه طبي کادرونو کموالی، په لرې پرتو سیمو کې ډاکترانو ته د انتظار موده اوږدوي او دا ممکن د هغو ناروغیو له کبله د مړینې شمېر زیات کړي چې د درملنې وړ دي."

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا "سیف د چلډرن" تېره مې میاشت کې وویل چې د همدې ۲۰۲۴م کال له پيله په افغانستان کې شاوخوا زر ماشومان پر هغو ناروغیو مړه شوي چې د درملنې وړ وې.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې له افغانستانه د روغتیایي متخصصانو د وتلو په اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي، خو ویاند یې شرافت زمان پوښتنې بې ځوابه پرېښودې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې هم له افغانستانه د وتلو ډاکترانو شمېر نه دی ثبت کړی، خو له شاوخوا لسو ډاکټرانو او د عامې روغتیا وزارت له پخوانیو کارکوونکو سره د خبرو له لارې مو وموندله چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه ډاکتران ایران، پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته تللي دي.

په اسلام اباد کې د "مثبت اوسه" په نوم د یوې روغتیایي مرکز مسوول ندیم ضیغم ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له راتګ وروسته یوازې ۸ د ده په ټکو مجرب ډاکتر صاحبان د دوی مرکز ته ورغلي او دندې یې پيل کړي دي.

هغه وایي، دغو افغان ډاکترانو کې یو شمېر ښځینه متخصصانې هم شته چې په خبره یې رسنیو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.

له افغانستانه په دې شمېر کې د طبي کادرونو د وتلو اصلي لاملونه څه دي؟

حسني وايي: یو لوی لامل یې د درس موضوع ده، مسلکي اشخاص غواړي چې اولادونه یې درس ووایي او د درس لپاره بهر ته ځي، دا یو مسلم حقیقت دی.

په جرمني کې د رواني ناروغیو افغان متخصص صفا حسني دا پوښتنه داسې ځوابوي: "یو لوی لامل یې د درس موضوع ده، مسلکي اشخاص غواړي چې اولادونه یې درس ووایي او د درس لپاره بهر ته ځي، دا یو مسلم حقیقت دی. که څه هم د هغه ډاکتر ژوند به بهر کې تر هغو چې نورمال حالت ته برابرېږي، پنځه تر لس کاله وخت واخلي، فرضاً که زه هم هلته واوسېږم، ممکن خپله دنده قرباني کړم، د دې په خاطر چې لور مې درس ووایي او یو چېرته ورسېږي."

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله لویدیځو هېوادونو او د ټولو په سر کې متحده ایالتونو له هغه هېواده د تخلیې یو لوی پروګرام پیل کړ.

د راپورونو له مخې، د تخلیې د پروګرام په لومړیو څو اونیو کې ۱۲۴زره افغانان امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته ولاړل او دغه بهیر لا هم روان دی.

د تخلیې په دغه بهیر کې پر روغتیاپالانو سربېره، د پوهنتون استادان، انجینران، څارنوالان، قاضیان او نور مسلکي کادرونه شامل دي.

د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" راپور ورکړ چې تېرو څلورو کلونو کې ۸ میلیونه افغانان له هېواده وتلي چې ۸۵ فیصده یې ایران او پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو حکومت بیا هغه مهال دا شمېرې رد کړې او وې ویل، پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل را وروسته تراوسه پورې موده کې هم ۸ میلیونه افغانان نه دي کډوال شوي.

له افغانستانه د ګڼ شمېر وتلو افغانانو ژوند هم ستونزمن دی، په ځانګړې توګه هغوی چې ایران او پاکستان ته تللي دي.

په دغو کوربه هېوادونو کې اوس د کډوالو ضد احساسات پارېدلي او د دواړو هېوادونو چارواکو د بې اسناده افغان کډوالو جبري ستنول پيل کړي دي.

دې ترڅ کې د طالب سرچینو په باور، ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغانان د دوی د بیا واکمنۍ له پیله تراوسه بیرته هېواد ته ستانه شوي دي، خو خپلواکو سرچینو د دغو شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG