د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

ایم‌ایس‌ایف: په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخ دي


ارشیف: د ارزګان ولایتي روغتون یوه څنډه
ارشیف: د ارزګان ولایتي روغتون یوه څنډه

د بې ‎پولې ډاکترانو سازمان یا "ایم‌ایس‌ایف" وايي چې په افغانستان کې د عامې روغتیا مرکزونه له ستونزو سره مخ دي.

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکی محمد ظاهر وايي، ۱۷ ماشومان‎ یې د طبي امکاناتو د نشتوالي له امله له زېږون مخکې مړه شوي دي.

دی له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي: "ما خپل ۱۷ ماشومانه په همدې ډول له لاسه ورکړي، په وروستیو کې مې مېرمن عملیات شوه، ډېرې وینې یې ضایع کړې، ماشوم مې هم مړ شو، خپله هم نږدې مړه وه. دوه ورځې په دې دولتي روغتون کې بستر وه نږدې مېرمن مې مړه شوې وه، دوی ونه ساتله ویې ‎ویل ښه کېږي. بیا ما شخصي ډاکتر ته یووړه."

د بلخ د حوزوي روغتون مخې ته د مراجعینو ګڼه ګوڼه
د بلخ د حوزوي روغتون مخې ته د مراجعینو ګڼه ګوڼه

دا یوازې محمد ظاهر نه ‎دی چې په دولتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو او امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

تازه د بې پولې ډاکترانو سازمان یا "ایم‌ایس‌ایف" وايي، په افغانستان کې له روغتیايي مرکزونو د اوږدمهاله بنسټیز ملاتړ د نشتوالي له امله دغه مرکزونه له ستونزو سره مخ دي.

یاد سازمان "په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د رسېدو لپاره مړینې" په نوم په یوه راپور کې چې د جون په ۱۷مه یې خپور کړی، ویلي چې د بلخ ولایت د مزارشریف حوزوي روغتون په ګډون په افغانستان کې د عامې روغتیا مرکزونه د اړینو لګښتونو لکه د کارکوونکو معاشونو، درمل، طبي تجهیزاتو، د سون موادو او اکسيجن رسولو په څېر د روغتیا په برخه کې د اوږدمهاله بنسټیز ملاتړ د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

"ایم‌ایس‌ایف"، چې د مزارشریف حوزوي روغتون د ماشومانو او نوي زېږېدلي ماشومانو د څانګې ملاتړ کوي، وايي چې په ټول ولایت کې دا یوازېنی سیمه‌‎ییز روغتون دی چې له ګاونډیو ولایتونو څخه هم ناروغان ورته مراجعه کوي.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، ډېری ناروغان اړ دي چې طبي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اوږد واټن سفر وکړي ځکه چې نږدې تاسیسات په بشپړ ډول فعال نه دي او یا هم د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي کارکوونکي او طبي تجهیزات نه ‎لري.

د بې ‎پولې ډاکترانو سازمان زیاتوي د مزارشريف په حوزوي روغتون کې يوه عمده ننګونه د ناروغانو لوړ شمېر دی چې کله د بسترېدو کچه تر ۲۰۰ سلنې پورې لوړېږي په دې معنی چې هر بستر کې له یوه څخه ډېر ناروغان وي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، د مزارشریف حوزوي روغتون کې داسې ماشومان هم دوی ته مراجعه کوي چې په ځنډ د ورسېدو له امله دغو مرکزونو ته په رسېدو سره هم‎مهاله مري.

د مزارشریف د حوزوي روغتون مسوولان په یاد روغتون کې د بسترونو د کمښت موضوع تاییدوي، خو نورې ستونزې له ډلې یې د کارکوونکو د معاشونو ستونزه ردوي.

روان وايي: کله چې موسمي ناروغۍ زیاتېږي تر یو حده د بستر له کمښت سره مخ کېږو. کله چې ناروغ ماشومان ۵۰۰، ۶۰۰ ته رسېږي هغه وخت له ستونزو سره مخ کېږو.

د ابو علی سینا بلخي ښوونیز روغتون امر داکتر محمد اشرف روان ازادي راډيو ته وویل: "معاشونه موږ دا تېره اوونۍ توزېع کړل، په افغانستان کې د اکسیجن تر ټولو لوی ماشین زموږ په روغتون کې دی چې ټولو روغتونونو ته موږ اکسیجن توزیع کوو. درمل بسنه نه ‎کوي داسې نه ده چې درمل ونه لرو. کله چې موسمي ناروغۍ زیاتېږي تر یو حده د بستر له کمښت سره مخ کېږو. کله چې ناروغ ماشومان ۵۰۰، ۶۰۰ ته رسېږي هغه وخت له ستونزو سره مخ کېږو."

نوموړی وايي چې د بستر د ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سره غږېدلي او د ماشومانو لپاره د یوه ۵۰۰ بستریز روغتون د خلاصولو وړاندیز یې کړی دی.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم یو شمیر نړیوالو سازمانونو د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو کې په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې د مخنيوي وړ مړينې په هر ساعت کې د يوې مور او په يوه ورځ کې د ٢٤ ميندو ژوند اخلي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG