د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

بینېټ افغان ښځو ته د پناه ورکولو په تړاو د اروپا د عدالت محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د جنسیت او ملیت پر بنسټ افغان ښځو ته د پناه ورکولو په تړاو د اروپا د عدالت محکمې له پرېکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي پرون د اکټوبر په پنځمه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان په اړه د اروپا د عدالت محکمې مهم قضاوت دا ښيي چې افغان مېرمنې په ډله‌ییزه توګه ځورول کېږي.

بینېټ زیاته کړې پرته له دې چې دوی اړتیا ولري، دا ثابته کړي چې دوی ځورول کېږي، په اروپایي هېوادونو کې د دوی جنسیت او ملیت د پناه غوښتنې لپاره بسنه کوي.

هغه هیله څرګنده کړې چې دا به په احتمالي توګه د جنسیت پر بنسټ د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې او خوندیتوب پروسو او د نورو محکمو له‌خوا د ورته موندنو ملاتړ وکړي.

بینېټ دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري نن د اکټوبر په شپږمه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، ټولو هغه کسانو سره له همکاري منندویه ده چې د افغان مېرمنو پر موضوع تمرکز کوي او د افغانانو او افغان مېرمنو د حقونو لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

د اروپا د عدالت محکمې د اکټوبر په څلورمه نېټه پرېکړه وکړه چې یواځې جنسیت او ملیت هم کافي دی چې د اروپايي ټولنې یو غړی هېواد افغان ښځو ته پناه ورکړي.

د اروپا د عدالت محکمې ودانۍ
د اروپا د عدالت محکمې ودانۍ

په افغانستان کې یو شمېر نجونې د اروپايي محکمې دا پرېکړه یو اړین او مثبت ګام بولي، خو وايي، باید د افغانستان دننه د ښځو او نجونو د حقونو د تامین په برخه کې اقدامات ترسره شي.

د پلازمېنې کابل او بلخ ولایتونو دوو اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل اوسېدونکې وویل: "دا ډېر ښه کار دی، خو په افغانستان کې یواځې یوه یا دوه نجونې نه دي، د افغانستان نیمه ټولنه مېرمنې دي، نو که چېرې بهرني هېوادونه وغواړي چې نجونې بهر ولېږي او د هغوی پر زده‌کړو ټینګار وکړي بیا به هم د افغانستان ډېرې نجونې بې برخې پاتې وي، که چېرې په افغانستان کې نجونو ته دا حقونه ورکول شي نو ټول به خپل خلکو او هېواد ته کار وکړي."

د بلخ یوه اوسېدونکې وايي: موږ باید یواځې هغه کسانو ته د پناه پر ورکولو تمرکز ونه کړو چې کولای شي وتښتي، بلکې باید د هغه کسانو د حقونو پر ملاتړ هم ټينګار وکړو چې نه شي کولای.

د بلخ اوسېدونکې وايي: "زما په نظر دا بسنه نه کوي ځکه په میلیونونه مېرمنې په افغانستان کې په داسې یوه نظام کې په لومه کې دي چې نه د تېښتې امکان لري او نه فرصت. موږ باید یواځې هغه کسانو ته د پناه پر ورکولو تمرکز ونه کړو چې کولای شي وتښتي، بلکې باید د هغه کسانو د حقونو پر ملاتړ هم ټينګار وکړو چې نه شي کولای."

دا نجونې په داسې حال کې د افغانستان دننه د خپلو حقونو پر تامین ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱م کال کې پر دې هېواد له بیا واکمنېدو وروسته د کار، زده‌کړو، سیاسي او ټولنیز مشارکت، په ازاده توګه تګ راتګ او نورو حقونو په ګډون د افغان مېرمنو او نجونو ټول بنسټیز حقونه نقض کړي دي.

خو طالب چارواکي بیا په وار وار ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان مېرمنو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې نړیوالې ټولنې او افغان مېرمنو ته د منلو وړ نه ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG