د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ګورډن براون: په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز په "جنسیتي اپارتايد" بدل شوی


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.

د نړیوالو زده‌کړو لپاره د ملګروملتونو استازی وایي، دغه سازمان په‌دې لټه کې دی چې پر افغان نجونو بندیزونه "د جنسیتي اپارتاید" په توګه په رسمیت وپېژني.

نوموړ وایي، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ځپل په ښکاره ډول په "جنسیتي اپارتايد" بدل شوي.

ګورډن براون په هغه خبري غونډه کې چې ويډیويي د دغه سازمان پر یوټیوب پرون یک‌شنبه د سپټمبر ۲۹مه خپره شوې وویل، د دغه سازمان حقوقي کمېټه به احتمالاً په راتلونکي اکټوبر میاشت کې په خپله ناسته کې په افغانستان کې د روان وضعیت او د جنستي اپارتايد پېژندې په اړه پرېکړه وکړي.

"په اکتوبر کې د ملګروملتونو د حقوقي کمېټې یوه غونډه کېږي او د جنسيتي اپارتاید پر تعریف به کار کوي
ګرډون براون

نوموړي ويلي: "په اکتوبر کې د ملګروملتونو د حقوقي کمېټې یوه غونډه کېږي او د جنسيتي اپارتاید پر تعریف به کار کوي، خو زه ډېر ډاډه یم، هغه څه چې اوس یې خلک په افغانستان کې ګوري، لکه څرنګه چې تاسو هم پوهېږئ په نجونو په تېره بیا په ځوانو نجونو محدودیتونه په ډېرېدو دي او دوی اوس په واټونو کې په ازاده له محرم پرته نه‌شي ګرځېدی، په دولتي بنسټونو کې دنده نه‌شي اخیستی او ان په عموم کې د خبرې حق نه‌لري، نو دا په روښانه داسې ځپل دي چې د جنسيتي اپارتاید یوه بڼه ده."

ګرډون براون د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیزونه "د نړۍ تر ټولو ناوړه سرغړونې" بولي او وایي، دا هم د د جنسیتي اپارتايد بله بڼه ده.

د ملګروملتونو ياد چارواکي د (مسلمانو) هېوادونو په ګډون له ټولو سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د نجونو پر وړاندې بندیزونو د دوام او د دوی د ځپلو د مخنیوي لپاره دې متحد شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د زده‌کړو او کار په ګډون پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي، چې په نړیواله کچه یې پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

پرون یک‌شنبه د سپټمبر ۲۹مه د ملګروملتونو عمومي منشي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې دې ژر تر ژره تبعیضي بندیزونه لرې کړي.

نوموړي پر خپله ايکس‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي وو: "هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، کېدای شي په وروستي تاریخ کې د ځینو خورا بې رحمو ځپونکو رژیمونو له اقداماتو سره پرتله شي."

"دا ډېره جدي خبره ده چې باید د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي، ځکه که داسې ونه‌شي زموږ ټول راتلونکی نسل به بېسواده پاتې شي."
د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې پښتنه

په همدې حال کې په افغانستان کې دننه له زده‌کړو لیرې یو شمېر نجونې وايي، ورځ تر بلې یې د ژوند ستونزې ډېریږي.

د کندهار اوسېدونکې پښتنه چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه، ازادي راډيو ته یې وویل: "دا ډېره جدي خبره ده چې باید د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي، ځکه که داسې ونه‌شي زموږ ټول راتلونکی نسل به بېسواده پاتې شي."

د کابل ښار اوسېدونکې شبانه پوپلزۍ چې د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو د ماسټرۍ پروګرام د درېیم سمسټر محصله وه وايي: "که دا حال همداسې دوام کوي دا به ډېره لویه ستونزه وي، ته (طالبان) د یوې ټولنې سم نیمایي نفوس له تعلیمه منع کوه، له ټولنې یې محوه کوه، دا خامخا یو لوی بشري ناورین دی، خدای دې وکړي چې (د دوام) مخه یې ونیول شي او دا ستونزه ژر تر ژره حل شي."

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګروملتونو د یاد چارواکي د څرګندونو او دغو نجونو د غوښتنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د پنج‌شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي و چې، په افغانستان کې بشري حقونه رعایت کېږي او هیڅ تبعیضي چلند له چا سره نه‌کېږي.

د طالبانو حکومت له‌‌دې وړاندې هم تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو په ګډون د ټولو خلکو حقونو ته ژمن دي؛ خو نړیواله ټولنه، د بشري حقونو ګڼ بنسټونه، د اسلامي همکاریو سازمان او د ښځو د حقونو فعالان وايي طالبان له اسلامه ناسم تعبیر لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG