د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۹۶۶۹ مدرسې جوړې کړي؛ افغانان: افغانستان عصري زده‌کړو ته هم اړتیا لري


ارشیف: په خوست کې د یوې دیني مدرسې انځور
ارشیف: په خوست کې د یوې دیني مدرسې انځور

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په تېر یو کال یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نږدې شل زره دینې مدرسې جوړي کړي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د څه باندې شپږ میلیونه نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي، د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، په تېر کال کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اسلامي زده‌کړو ۲۱۲۷۵ مرکزونه جوړ شوي چې نږدې شل زره یې مدرسي دي.

د دې وزارت د اسلامي زده‌کړو مرستیال مولوي کرامت‌الله اخند نن چهار شنبه د سپټمبر يوولسمه د "تېر يو کال لاسته راوړنو د تشريح" په نوم خبري غونډې ته وويل چې په دې دینې مدرسو کې ۳ میلیونه ۸۷زره او ۲۰۰ تنه په زده‌کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه: "د پوهنې وزارت د ټول هېواد په کچه د ۱۹زره ٦٦٩ مدرسو، ۱۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده‌کړو ۲۱زره ٢۵٧ مرکزونه جوړ شوي چې ۳ میلیونه ۶۸۷زره او ۲۰۰ تنه په‌کې په اسلامي زده‌کړو بوخت دي."

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

خو نوموړي ونه ویل چې په دې مدرسو کې څومره نجونې او څومره نارینه زده‌کوونکې په دینې زده‌کړو بوخت دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د نجونو له وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده‌کړو دروازې تړلي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت د معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې چې په راتلونکې ١۴٠۴ لمریز کال کې ۱۶زره نورې دینې مدرسې هم جوړې کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ښوونځيو زده‌کوونکي او هغه نجونې چې د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناستې دي، وايي چې دوى عصري علومو زده‌کړو ته ډېره اړتيا لري.

نیلاب وايي: ټول ښوونځي په مدرسو تبديل شوي، موږ کولى شو قرآن شريف په کور کې ووايو په مدرسو کې ووايو نه دا چې ښوونځي په مدرسو بدل شي.

د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې نيلاب چې اوس په کور ناسته ده، ازادي راډيو ته وويل: "زه د يوې زده‌کوونکې په توګه چې دومره مدرسې جوړې شوي او زه په کور ناسته يم ډېره خفه يم، موږ بايد عصري علومو ته لاسرسى ولرو، نړۍ سره سيالي ولرو او بل دا چې ټول ښوونځي په مدرسو تبديل شوي، موږ کولى شو قرآن شريف په کور کې ووايو په مدرسو کې ووايو نه دا چې ښوونځي په مدرسو بدل شي."

د پوهنتون یو محصل میرویس وايي، د مدرسو د جوړېدو پر ځای باید عصري زده‌کړو ته هم پام وشي او خلکو له د ګټې وټې چارې وښودل شي تر څو خلک له غربته راووځي.

هغه وویل: "که ټولنه فکر کوي چې د دين لپاره مدرسو ته ضرورت دى تر ټولو اول د ښوونځيو نصاب وګوري، ټولو کې ديني زده‌کړې شته، ديني ښوونه په کې شته، قرآن تجويد شته، په وروستيو صنفونو کې د قرآن شريف ټول تفسير په‌کې راغلى، درې کاله عربي تدريسېږي، دا ټول مسايل ښونځيو کې شته چې بسنه کوي چې دغه ډول د مدرسو ډېرښت په افراطي شکل نه يوازې ټولنه بى سواده کوي، بې هنره کوي، بلکې ډېرې نورې ستونزې را منځته کوي."

د زده‌کړو یو فعاله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي چې افغانستان په اوس وخت کې تر هر څه د مخه عصري علومو ته اړتيا لري.

هغې وویل: "کومه وده چې د طالبانو ديني او اسلامي مدرسو په دې کلونو کې افغانستان درلودلې، دومره وده مونږ په وروستۍ شل کلنه دوره کې په ټولې رسمي زده‌کړو کې نه ده درلودله، مونږ يو پوه نسل ته اړتيا لرو، داسې اقدامات چې جهادي مدرسې په‌کې جوړېږي، مونږ بېرته د جهالت پړاو ته ځو، زمونږ هېواد يو پوه نسل او عصري علومو ته سخته اړتيا لري د داسې يو هېواد په توګه چې د توسعې په حال کې دى."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ١۴٠٢ کال د کب په مياشت کې د دغه سازمان امنيت شورا ته په خپل وړاندې کړي راپور کې ويلي وو چې په افغانستان کې د مدرسو شمېر د پام وړ ډېر شوى او اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰۰ ثبت شوي مدرسې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر د نصاب بدلون هم جبري کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG