د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

کرن ډیکر: د افغانستان نیمايي وګړي د زده‌کړو له حق څخه محروم دي


د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو شارژدافېره کرن ډیکر وايي، ښوونه او روزنه د ټولو انسانانو بنسټیز حقونه دي، خو له بده مرغه افغانستان په داسې شرایطو کې دی چې د ټولنې نیمايي وګړي یې له دغو انساني حقونو بې برخې دي.

کرن ډیکر وايي چې متحده‌ایالات او همکاران یې په ځانګړې توګه قطر هڅه کوي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

اغلې ډیکر پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۵مه په دې اړه په خپرې شوې بیانه کې که څه هم زیات جزییات نه دي ورکړي، خو وايي، نیویارک ته په سفر تللې او هلته یې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره ګټورې ناستې لرلې او په دې ورځو کې افغانستان د نړیوالو بحثونو محور دی.

هغه وايي: "زده‌کړه د ټولو انسانانو بنسټیز حق دی، خو له بده مرغه افغانستان له داسې حالاتو سره مخ دی چې د ټولنې نیمايي وګړي یې له دغه بنسټیز حقه محروم دي او د امریکا متحده‌ایالات به د هغو افغانانو په څنګ کې وي چې له زده‌کړو بې برخې شوي دي."

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونیزې دروازې تړلې دي.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونیزې دروازې تړلې دي.

هغې دغه شان ویلي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو رامنځته کول مهم او حیاتي امر دی او په بېلابېلو برخو کې د ښځو له فعالې ونډې پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای.

یو شمېر افغان نجونو چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له لوري له زده‌کړو بې برخې شوي بیا دا ډول اعلامیې او څرګندونې ښوونځیو ته د افغان نجونو د رسېدو لپاره کافي نه ګڼي.

د دوی له ډلې یوه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو له تعلیمي پلوه نجونې ډېرې زیانمنې کړې دي. یوازې د زده‌کړو له لارې کېدای شي چې یو کس او آن ټولنه پرمختګ وکړي. لا هم د نجونو برخلیک نه دی معلوم که همداسې دوام کوي نو هېڅ باسواده مېرمن به ونه لرو او افغانستان د یوه تیاره لوري خواته روان دی، دې برخه کې یوازې خبرې بسنه نه کوي."

د کابل پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی محصله سپوږمۍ چې له زده‌کړو راګرځول شوې، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "له هغه ځایه چې د هېواد په پرمختګ کې مېرمنې او سړي یو شان ونډه لري، خو دا چې د ټولنې لوی قشر په کور وي دا کار امکان نه لري، په تېرو درېیو کلونو کې په بېلابېلو غونډو کې دا موضوع یاده شوې او د هېوادونو لوړپوړو چارواکو په دې اړه خبري کړي، خو خبرو عملي بڼه نه ده غوره کړې."

د زده‌کړو د برخې فعال فضل‌الهادي وزین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې افغانانو ته د زده‌کړو د زمینې برابرول یوازې د امریکا او ملګرو یې نه، بلکې په خپله د دوی هم مسوولیت دی.

وزین وویل: "باید د امریکا متحده‌ایالات له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره هڅه وکړي چې د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو او تحصیل زمینه برابره شي، خو د افغانستان خلک پخپله هم مسوولیت لري چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره هڅې وکړي."

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱م میلادي کال کې په افغانستان کې د بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولیګو پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې او ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې یې نجونې پوهنتونونو ته هم له تګ راوګرځولې.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر به وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر به وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو طالبانو په وار وار ویلي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستې لپاره د طرزالعمل په جوړولو لګیا او د خپل مشر فرمان ته هم منتظر دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ښځو او نجونو حقونه خوندي دي، خو په وروستیو کې ان د دوی غږ او صورت هم عورت وبلل شو چې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه یې راوپارول او دغه محدویتونه د ښځو د حقونو د جدي نقض موارد وبلل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG