د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

ایچ‌آر‌‌ډبلیو: د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو لپاره مانا داره اقدام نه دی ترسره شوی


ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، داسې مهال چې دا اوونۍ د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز څلورم کال پيل شو، خو تر اوسه نړیوالې ټولنې د دغه بندیز د لیرې کولو لپاره کوم مانا داره اقدام نه دی ترسره کړی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، حکومتونو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بنذیز لرې کولو لپاره کوم مانا داره اقدام نه دی ترسره کړی.

دغه سازمان تازه په خپل ایکس‌پاڼه دا خبره کړې ویلي، په افغانستان د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دا اوونۍ څلورم کال پیل شو او دې موضوع په نړیواله کچه د خلکو پام ځانته اړولی دی.

له زده‌کړو یو شمېر بې برخې نجونې هم وايي، تراوسه نړيوالې ټولنې د دوى د زده‌کړو د بنديزونو په تړاو يوازې خبرې کړي چې د دوى په خبره، د طالبانو حکومت په پرېکړو یې کوم اغېز نه دی کړی.

مینه وايي: دا څلورم کال دى چې مونږ له درسونو څخه پاتې يوو، زمونږ ښوونځى نه‌شته، درس نه‌شته، دا څه مانا چې زحمتونه وباسه او اخر هم هېڅ شي.

د غزني ولايت اوسېدونکې او له زده‌کړو یوې بې برخې زده‌کوونکې مينې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما له دولت او نړيوالو څخه دا هيله ده چې دې برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي، دا څلورم کال دى چې مونږ له درسونو څخه پاتې يوو، زمونږ ښوونځى نه‌شته، درس نه‌شته، دا څه مانا چې زحمتونه وباسه او اخر هم هېڅ شي."

د کابل اوسېدونکې او له زده‌کړو محرومه کړای شوې یوه بله زده‌کوونکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي چې اتم ټولګي کې وه چې د طالبانو حکومت ښوونځي ته د تلو حق ترې اخيستی دی.

هغې وویل: "دا در کاله پوره شول چې ښوونځي بند دي او د علم زده‌کړه خو زمونږ شرعي حق دى او دا حق مونږ ته خداى پاک راکړى نو ولې موږ له دې حق څخه محروم شوي يوو، دا حالت به تر کومه دوام کوي."

له نيمروز ولايت نه زهرا چې دا هم له زده‌کړو پاتې، له نړيوالې ټولنې غواړي چې د دوى غږ واورېدل شي.

هغه وايي: "زه هم يوه له هغوى څخه يم چې له ښوونځي محرومه شوې يم. غوښتنه مې له نړيوالې ټولنې او هغوى چې زما غږ اوري، دا ده چې زمونږ ښوونځي بايد خلاص شي. که غواړو چې يوه ټولنه پر مختګ وکړي، بايد ښځه او نر مساوي حق ولري، دواړه د زده‌کړو اجازه ولري."

د یادونې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان مخکې هم ټینګار کړی و چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان په ښوونیز نظام کې د جنسیتي نابرابرۍ لامل ګرځي او د افغاني ټولنې پر ټولو برخو منفي اغېز کوي چې په پايله کې له سختو ټولنیزو، پرمختیايي او اقتصادي پایلو سره مخ کېږي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی و چې د طالبانو دا کړنې به په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو، ښوونکو او متخصصینو د پام وړ کمښت لامل شي او په ټولنه کې به د ښځو ونډه کمزورې کړي.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.

طالبانو نجونې یوازې له منځنیو زده‌کړو نه دي راګرځولي، بلکې پوهنتونونو ته له تګ یې هم منع کړي، په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې یې کار ته نه پرېږدي، پارکونو اوورزشي لوبغالو ته په تګ یې بندیز لګولی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولی.

د دوی د امربالمعروف په نوي قانون کې د ښځې غږ او صورت هم عورت بلل شوی دی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د ښځو کار او زده‌کړه د افغانان خپلمنځي مسئله بللې په وار وار يې ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکات کې د ښځو حقونه تامین کړي، خو دا ادعا افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG