د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

ګوتېرېش: د طالبانو حکومت باید ژرترژره د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي بندیزونه لرې کړي


د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوتېرېش
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوتېرېش

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې دې ژر تر ژره تبعیضي بندیزونه لرې کړي.

هغه یوځل بیا ټینګار کړی چې طالبان باید پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي تبعیضي بندیزونه لرې کړي.

انټونیو ګوتېرېش د یکشنبې په ورځ سهار وختي د سپټمبر په ۲۹مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، له ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو سره یوځای کېږي چې غواړي د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تبعیضي محدودیتونه فوراً پای ته ورسوي.

نوموړي دا هم لیکلي چې "هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، کېدای شي په وروستي تاریخ کې د ځینو خورا بېرحمو ځپونکو رژیمونو له اقداماتو سره پرتله شي."

بلخوا د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رېتنو مرسودي هم د ملګرو ملتونو په ۷۹مه سرمشریزه کې په افغانستان کې زده‌کړو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي ټینګار وکړي.

مېرمن مرسودي ویلي چې پر ښځو پانګونه پر سولې پانګونه ده، د ښځو پیاوړتیا د ټولو د سوکالۍ پیاوړتیا ده.

له دې مخکې د جمعې په ورځ د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني‌وانګ هم د ملګرو ملتونو دغې کلنۍ ناستې ته د وینا پر مهال اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې طالبانو په افغانستان کې ښځې له ټولنې لرې کړې دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني‌وانګ
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني‌وانګ

مېرمن وانګ زیاته کړه چې طالبان د افغانستان د نیمایي نفوس په بندي کولو سره د هېواد ظرفیت سخت محدودوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر دې مخکې جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا په یوه ګډه خبرپاڼه کې طالبانو ته ګواښ کړي چې که د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض او د بشري حقونو له سرغړونو لاس وانه‌خلي، د دوی پر ضد به د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه وړاندې کړي.

څه باندې شلو هېوادونو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د جنسیتي تبعیض له امله د عدالت نړیوالې محکمه کې له شکایت او په دې اړه له یاد حقوقي اقدام هرکلی کړی دی.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشی انټونیو ګوتېرېش د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي وو چې په افغانستان کې بشري حقونه رعایت کېږي او هېڅ تبعیضي چلند له چا سره نه کېږي.

په افغانستان دننه د طالبانو د حکومت له‌خوا د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو اغېزمنې ځینې نجونې وایي، دې حالاتو پرې د ژوند کړۍ تنګه کړې او باید تر ژر لغوه شي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دوی (طالبان) دومره فکر نه کوي چې ښځې هم په ټولنه کې حقونه لري، ښځې حق لري چې زده‌کړې، کار او فعالیت وکړي، خو دوی یې محدودوي، دا حال که همداسې دوام وکړي ستونزې به نورې هم ډېرې شي، دا د ښځو پر وړاندې د دوی طرحې او بندیزونه باید لغوه شي."

د ښځو او بشري حقونو فعاله رقیه ساعي بیا له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې په خبره په افغانستان کې د روانو بشري سرغړونو او ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو د دوام د مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

د ښځو او بشري حقونو فعاله رقیه ساعي
د ښځو او بشري حقونو فعاله رقیه ساعي

هغه زیاتوي: "زه د یوې ښځې او د یوې افغانې په توګه له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړم چې عملي او موثره ګامونه دې واخلي او د بشري حقونو په برخه کې خپله ژمنتیا ثابته کړي چې نه پرېږدي چې طالبان دې لا هم د ښځو حقونو او د هغوی انساني کرامت پایمالولو ته دوام ورکړي، موږ په افغانستان کې د طالبانو د سرغړونو او جنسیتي اپارټایډ له امله محکمې ته د دوی کشولو او حساب ورکولو غوښتونکي یوو."

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان هم د سپټمبر په ۲۷مه په یوه خپور کړي بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د طالبانو د جدي سرغړونو مرتکبینو حساب ورکوونې او قربانیانو ته د عدالت رسونې لپاره دې یو قوي میکانېزم رامنځته کړي.

دغه سازمان نیوکه کړې چې د اغېزمن نړیوال غبرګون نشتوالي طالبان هڅولي چې په "خپلو محدودیتونو او بندیزونو" کې نور هم پرمختګ وکړي.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو په ګډون د ټولو خلکو حقونو ته ژمن دي.

خو په تېرو درېو کلونو کې یې پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار د بندیز تر څنګ د دوی د ژوند په بېلابېلو نورو برخو هم محدودیتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG