د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

پیني وانګ: په ټولنه کې د ښځو له بشپړې ونډې اخیستو پرته به په افغانستان کې سوله ټینګه نه‌شي


د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني وانګ
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني وانګ

په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د حکومت له لوري د سختو چلندونو پر وړاندې د نړیوالو سختو عکس العلمونو په ترڅ کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې په ټولنه کې د افغان ښځو له بشپړې ونډې اخیستو پرته به په افغانستان کې سوله ټینګه نه‌شي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې دوی د طالبانو له‌خوا له عامه ژوند څخه د ښځو محرومولو ته ژوره اندېښنه لري.

نوموړې چې پرون سې شنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې وویل چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د دوشنبې د ورځې د لوړې کچې په یوه غونډه کې یې پر دې موضوع ټینګار وکړ چې په ټولنه کې د افغان ښځو له بشپړې ونډې اخیستو پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي ټینګېدای.

مېرمن وانګ زیاته کړه چې په دې غونډه کې یې له ډېرو نورو زړورو افغان مېرمنو واورېدل او زیاته یې کړه، استرالیا د دې ترڅنګ چې له افغان مېرمنو سره پیوستون څرګندوي، دوی رښتیني بولي او له زړورتیا یې ژور الهام اخلي.

د نجونو د تعلیم مخکښې فعالې او د نوبل د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې د دې غونډې یوه ګډونواله وه، د کاناډا له صدراعظم جسټن ټرودو سره په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، ویلي چې هڅې کوي طالبان د ښځو پر وړاندې د سختو چلندونو مسوول وګرځوي.

د عکس ښي لور ته د کاناډا صدراعظم جسټن ټرودو او چپ لور ته د نجونو د تعلیم مخکښې فعاله او د نوبل د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د عکس ښي لور ته د کاناډا صدراعظم جسټن ټرودو او چپ لور ته د نجونو د تعلیم مخکښې فعاله او د نوبل د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
یوسفزۍ وايي: زه هیله‌منده یم چې موږ وکولی شو له افغان مېرمنو سره د پیوستون لپاره هغوی ته د هیلې یو پیغام واستوو.

یوسفزۍ وویل: "زه له افغان فعالانو سره په ګډه کار کوم چې له موږه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې نړیوال سیستم هغه ظلمونه په رسمیت وپېژني چې طالبان یې د جنسیت په نوم په ښځو او نجونو تحمیلوي او دوی هغه جنسیتي اپارټایډ بولي. زه غواړم په دې اړه وغږېږم چې موږ په څه ډول کولای شو دا ډاډ ترلاسه کړو چې پر تعلیم لګول شوي بندیزونه او هغه څه چې ښځې ورسره مخ دي، د بشریت پر وړاندې یو جرم وګڼل شي. زه هیله‌منده یم چې موږ وکولی شو له افغان مېرمنو سره د پیوستون لپاره هغوی ته د هیلې یو پیغام واستوو."

یو شمېر مېرمنو تل د دوی پر وړاندې د طالبانو په سختو چلندونو کې د نرمښت د غوښتنې ترڅنګ له نړیوالو په تېره له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره نږدې اړیکي پالي، غوښتنه کړې څو پر هغوی فشارونه زیات کړي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د افغان ښځو په اړه په نیویارک کې د دوشنبې د ورځې غونډې ته په خبرو کې وویل چې افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو د تېرې میاشتې نوي نافذ شوي قانون ته په اشاره وویل چې دغه قانون له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومولو ته رسمي بڼه ورکړې.

په سیاسي چارو کې د هغه مرستیالې روزمیري ډیکارلو بیا وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ کوي.

مېرمن ډیکارلو چې د روان کال په دوبي کې د طالبانو او د څه باندې شلو هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون د دوحې د درېیمې غونډې مشري کوله، دې غونډې ته وویل چې یو شمېر هېوادونو د طالبانو له وروستي فرمان څخه مخکې لېوالتیا لرله چې د دوحې موافقه پرمخ بوځي، خو د دې په وینا اوس وضعیت ډېر پېچلی شوی دی.

د طالبانو حکومت چې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې سختې تګلارې یې د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کېږي، تل ټینګار کړی چې د شریعت له مخې ښځو ته ټول حقونه ورکول کېږي، خو د بشري حقونو فعالان وایي چې له شریعت څخه د طالبانو د خپل تفسیر له مخې نه یوازې دا چې د ښځو اساسي حقونه خوندي شوي نه‌دي، بلکې پر هغوی ورځ تر بلې بندیزونه زیات شوي چې هغوی آن یومخ په ټولنه کې بشپړ حذف کېدو ته نږدې کړي دي.

طالبانو په خپله څه باندې درې کلنه واکمني کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو راګرځولې او هم یې د هغوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

همدارنګه په نادولتي موسسو او ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګول شوی او هم پر سفر د بندیز ترڅنګ هغوی د ټولنې په ډېرو نورو برخو کې له فعال ګډون څخه منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG