د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ذکيه خدادادي د برنزو مډال وګاټه؛ افغان ښځينه ورزشکارانو او نړيوالو بنسټونو دا تاريخي بری بللی


زکيه خدادادي ته د مډال ورکولو شېبه
زکيه خدادادي ته د مډال ورکولو شېبه

د افغانستان تکواندو کارې او د پارالمپیک نړیوالې کمېټې د کډوالو ټيم غړې، ذکیې خدادادي بریا په کور دننه او بهر ستایل شوې.

بېلابېلو لوریو دا بریا د افغان ښځو لپاره تاریخي بللې ده.

ذکیه خدادادي چې د پارا المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو په ټیم کې یې د پاریس په پارا المپیک لوبو کې ګډون کړی، پرون پنج‌شنبې خپلو ترک او کیوبایي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال وګاټه.

نوموړې ته د ازبکستان لوبغاړې په لږ توپیر ماتې ورکړه او د سپینو یا سرو زرو د مډال د ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.

"نن ذکیې خدادادي دا ثابته کړه چې یوه افغان مېرمن څومره کولای شي ځواکمنه وي، څومره کولای شي هېواد او هېوادوال یې ورته ارزښت ولري
افغان ورزش‌کاره قدريه رضايي

دغه راز نوموړې د جاپان په ۲۰۲۱ پارالمپیک سیالیو کې هم ګډون کړی و.

د افغانستان ښځينه ورزشکارانې وايي، دا بریا دوی ته هیله بښونکې ده.

د رزمي برخې ورزشکاره قدریه رضايي وايي، د افغانستان دننه د ذکیې خدادادي په څپر په زرګونه ښځينه ورزشکارانې شته چې که ورته فرصت ورکړل شي لویې لاسته‌راوړنې به ولري.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "نن ذکیې خدادادي دا ثابته کړه چې یوه افغان مېرمن څومره کولای شي ځواکمنه وي، څومره کولای شي هېواد او هېوادوال یې ورته ارزښت ولري، چې د نړۍ په هر ځای کې چې وي، کله چې بریالۍ کېږي د هېواد له ویاړه ډک بیرغ یې په اوږو وي."

د پارالمپیک د ویلچر هنډبال برخې لوبغاړې راحله نوري ازادي راډيو ته وویل: "نن ډېره خوشحاله یم چې له افغانستانه یوې ښځينه لوبغاړې وشو کولای چې برنز مډال ترلاسه کړي او دا ټولو هغو نجونو ته چې له ورزشه پاتې دي ډېر یو لوی امید دی."

نوموړې ته د ازبکستان لوبغاړې په لږ توپیر ماتې ورکړه او د سپینو یا سرو زرو د مډال د ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.
نوموړې ته د ازبکستان لوبغاړې په لږ توپیر ماتې ورکړه او د سپینو یا سرو زرو د مډال د ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې پر افغان ښځينه لوبغاړو بندیزونه لرې کړي، ترڅو په خبره یې دوی هم وکولای شي په نړیواله کچه لوبې وکړي او لویې لاسته‌راوړنې ولري.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو‌ان‌اچ‌سي‌ار) هم د ذکیې خداداي دا بریا تاریخي او د ښځو د مقاومت سمبول بللې ده.

یو‌ان‌اچ‌سي‌ار د اګست په ۳۰مه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا لاسته‌راوړنه د ژوند بدلولو لپاره د ورزش د نه باور وړ ځواک ښیې.

هم‌مهاله د یو‌ان‌اچ‌سي‌ار کمېشنر فیلیپو ګراندې هم په خپله ایکس‌پاڼه د اغلې خدادادي بریا هیجانونکې بللې او ویلې یې دي چې، هغه ميلیونونو کډوالو ښځو ته د هیلې او ځواک پیغام ورکوي.

د بشري حقونو د څارسازمان (هیومان رایټس واچ) هم دا د افغان ښځو لپاره تاریخي بری بللې او ویلې یې دي، خدادادي دغه بریا څو ورځې وروسته له هغې ترلاسه کوي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې نوی قانون صادر کړ چې د ښځو غږ په عامه ځایونو کې منع کوي.

ذکيه خدادادي
ذکيه خدادادي

یاد سازمان د اګست په ۳۰مه په خپله ایکس‌‌پاڼه، د دې سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشتې عباسي له قوله لیکلي، سره له‌‌دې چې طالبانو په ورزش کې د ښځو ګډون منع کړی، ذکیې خدادادي د کډوالو ټيم لپاره د پارالمپیک لومړنی مډال ترلاسه کړ.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د ذکیې خدادادي بریا ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاریس ۲۰۲۴ المپیکي سیالیو کې د درې افغان نجونو ورزشکارانو ګډون، چې په بهر کې اوسېږي په رسمیت نه و پېژندلی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیاځلي واکمنېدو وروسته دوی د افغان مېرمنو د زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي فعالیت تر څنګ ورزشي لوبغاړو ته د دوی په تګ او ورزش هم بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG