د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ډیکارلو: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د دوحې پروسه د له منځه تلو خطر سره مخامخ کوي


د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وایي، د دوحې بهیر د درېدو له خطر سره مخ دی.

طالبانو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو خبرداری ورکړ او وې ویل چې د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه له منځه تلو له خطر سره مخامخ کوي.

نوموړې پرون دوشنبه د سپټمبر په ۲۳مه د ملګرو متونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه ناسته کې وویل چې تر دې وړاندې ډېری هېوادونو د دغه بهیر د پرمخ وړلو ته لېوالتیا درلوده، خو په خبره یې اوس وضعیت ډېر پېچلی شوی دی.

ډیکارلو وايي: موږ داسې هېوادونه درلودل چې د دې (دوحې) بهیر ګام په ګام مخته وړلو ته لېواله وو، خو اوس د دې بهیر د درېدو خطر موجود دی.

هغه زیاتوي: "اوس شرایط ډېر پېچلي شوي، په ځانګړې توګه د نوي (امربالمعروف) قانون په شتون کې چې اوس په افغانستان کې وضع شوی دی، موږ داسې هېوادونه درلودل چې د دې (دوحې) بهیر ګام په ګام مخته وړلو ته لېواله وو، خو اوس د دې بهیر د درېدو خطر موجود دی."

نوموړې ټینګار وکړ چې تعامل د دې بهیر اصلي کیلي ده، خو په خبره یې دوی نه‌شي کولای او نه باید افغان ښځې او نارینه له پامه وغورځوي.

د طالبانو حکومت د اګست په ۲۱مه خپور کړي د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون کې د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ آن د ښځو د مخ په ښکاره کېدو او په عمومي ځایونو کې د دوی پر غږ هم بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، له طالبانو یې غوښتي چې د دوحې بهیر بنسټیز اقدامات چې په کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدل، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې هڅې دي، ترسره کړي.

نوموړې وایي، د طالبانو د دې اقداماتو له ترسره کولو وروسته به نړیواله ټولنه په تدریجي توګه پر دوی خپل محدودیتونه کموي او په پراختیایي برخو کې به ملاتړ ته دوام ورکوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون چې په کور دننه او نړیواله کچه یې غبرګونونه پارولي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون چې په کور دننه او نړیواله کچه یې غبرګونونه پارولي دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي، که د دوحې بهیر ناستې درول کېږي، ښايي د افغانانو لپاره ناورین رامنځته کړي.

د دوی له ډلې رقیې ساعي ازادي راډيو ته وویل، که نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه له طالبانو سره هر ډول تعامل ختموي، باید د افغانانو برخلیک ته نوې لارې ولټوي.

مېرمن ساعي وايي: د ټولو هغو تړونونو او بهیرونو د باطلېدو غوښتنه کوو چې له مخې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي. افغانستان دې له دې انساني ناورین وژغورل شي.

مېرمن ساعي وايي: "که د دوحې بهیر بند شي، په اوسنیو کړکېچنو شرایطو کې دا به د افغانستان د خلکو د پرېښودلو په معنا وي او ناورین به رامنځته کړي. موږ په دوحې کې د نورو ناستو غوښتونکي یوو، خو د ټولو هغو تړونونو او بهیرونو د باطلېدو غوښتنه کوو چې له مخې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي. افغانستان دې له دې انساني ناورین وژغورل شي."

خو د ښځو د حقونو بله فعاله نسرین حمیدي بیا ټینګار کوي چې ملګري ملتونه دې تر هغه له طالبانو سره هېڅ ډول تعامل نه کوي چې په خبره یې خپلې ژمنې یې نه وي عملي کړي.

هغه وايي: "که دوی (ملګري ملتونه) په رښتیا غواړي چې د افغان ښځو ژوند بدل کړي نو یوازې اعلامیې او خبرې دې نه خپروي، بلکې باید د طالبانو پر وړاندې دې جدي اقدامت تر سره کړي. نن سبا له ټولو دا تمه کېږي خپلې خبرې دې د عمل په میدان کې ثابتې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې بهیر لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳م کال په مې او دوهمه هغه یې د روان ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو د حکومت د استازو له حضور پرته ترسره شوې وې، خو په درېیمه ناسته کې چې د روان کال په جون میاشت کې ترسره شوه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوي برخه اخیستې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د دوحې په درېیمه ناسته کې افغان ښځو ته اجازه ورنه کړل شوه چې مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي چې له امله یې دا ناسته د بشري حقونو د ګڼو سازمامونو او د افغان مېرمنو له سختو نیوکو سره مخ شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG