د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ملګري ملتونه: د بینېټ پر سفر بندیز به د افغانستان په اړه د ده د راپور ورکولو مخه ونه نیسي


د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ

د طالبانو د حکومت له‌خوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر سفر د بندیز په اړه د غبرګونو په دوام، ملګري ملتونه وايي، د ده پر سفر بندیز به هغه د افغانستان په اړه له راپور ورکولو راونه‌ګرځوي.

د دغه سازمان د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک دا څرګندونې چهارشنبه ناوخته د اګست ۲۱مه یوې خبرې غونډې کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر سفر د بندیز په اړه وکړې زیاته یې کړه، هغه ته په غیررسمي ډول ویل شوي دي.

دوجاریک وویل: "فکر کوم هغه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ۲۰۲۲م کال کې افغانستان ته سفر کړی و، زموږ لپاره د ځانګړو راپور ورکوونکو موجودیت چې په بشپړه توګه له عمومي منشي څخه خپلواک دي مهم دی، هغوی د بشري حقونو د جوړښت په برخه کې مهم او کلیدي عناصر دي."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک

د دوجاریک په خبره، راپور ورکوونکي په ځینو مواردو کې خپل د پوښښ وړ هېوادونو ته لاسرسی نه‌لري، خو دا د دې لامل نه کېږي چې راپور ورنه کړي.

هغه دې خبرې ناستې ته دغه شان وویل، اوس د دې ښه فرصت دی چې خلکو ته یادونه وکړل شي چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو وضعیت دوی او نړیوالې ته د اندېښنې وړ موضوع ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د اګست۲۰مه د افغانستان له یوه خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې تایید کړه چې پر ریچارډ بینېټ یې افغانستان ته په ورتګ بندیز لګولی او هغه ځکه چې په خبره یې نوموړي د افغانستان ضد تبلیغات کول.

د طالبانو دې پرېکړې ته په کور دننه د بشري حقونو فعالانو او ځینو نړیوالو بنسټونو تند غبرګونونه وښودل او دا پرېکړه یې وغندله.

د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیا د څانګې مسوولې ایلین پیرسن په خپلې ایکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره دغه پرېکړه د شرم وړ بللې وه.

په ورته وخت کې په خپله ریچارد بینېټ د چهارشنبې په ورځ د اګست ۲۱مه د یوه بیان له مخې د طالبانو پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه اقدام د بشري حقونو په اړه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د د دغې ډلې د تعامل په اړه یوه اندېښمنوونکې نښه ده.

هغه له طالبانو غوښتي وو چې دا پرېکړه دې بېرته واخلي او هغه ته دې افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي څو دې هېواد ته لاسرسی ولري.

په ورته وخت کې په کابل کې د ښځو او نجونو د حقونو د برخې فعالان بیا وايي چې په افغانستان کې وضعیت له هغې هم خراب دی چې نړیوال یې په اړه اندېښنه ښي.

په کابل کې یوه فعاله وايي: طالبان د هرې ورځې په تېرېدو د نویو حکمونو په ورکولو سره زموږ نور حقونه هم اخلي، وضعیت تر هغې خراب دی چې نړیوال یې په اړه وايي.

په کابل کې یوې فعالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم موږ وار له مخه له ګڼو محدویتونو سره مخامخ یوو، خو طالبان د هرې ورځې په تېرېدو د نویو حکمونو په ورکولو سره زموږ نور حقونه هم اخلي، وضعیت تر هغې خراب دی چې نړیوال یې په اړه وايي."

په پاکستان کې مېشتې د بشري حقونو یو بلې فعالې راحلې تلاش بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تر هغې چې په طالبانو د نړیوالې ټولنې له لوري جدي فشارونه راونه‌وړل شي ګومان نه کوي چې طالبان د بشري حقونو په اړه د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتونو ته غاړه کېږدي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG