د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

​​​​​​​افغانستان کې پر زده‌کړو بندیز؛ سکاټلنډ ته تللیو افغان نجونو په طبي پوهنتونو کې خپلې زده‌کړې پیل کړي


د سکاټلنډ بیرغ
د سکاټلنډ بیرغ

۱۹ افغان نجونو د سکاټلنډ په بېلابېلو طبي پوهنتونو کې خپلې زده‌کړې پيل کړي دي.

یو شمېر افغان نجونې چې له درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې وې اوس د سکاټلنډ په طبي پوهنتونونو کې شاملې شوي دي.

د دوی هیله دا ده چې هلته طب ولولي او بېرته خپل هېواد ته ستنې شي څو د هغو ښځو خدمت وکړي چې د طالبانو په رژیم کې له لوړو زده‌کړو، کار او ګڼو نورو حقونو بې برخې کړای شوي دي.

معصومه ذکي، زهرا حسیني، فریبا آصفي او ملکه محمدي د هغو ۱۹ نجونو له ډلې دي چې په دې وروستیو کې د لینډا نورګروف موسسې په مرسته سکاټلنډ ته انتقال شوي دي.

اغلې حسیني وايي: دا یوه دودیزه ټولنه ده او په عموم کې، کله چې ښځه جراحي ته اړتیا لري، که جراح یو سړی وي، د کورنۍ له‌خوا محدودیتونه مخ کېږي چې ښځه باید د نارینه له‌خوا جراحي نه شي.

شل کلنې زهرا حسیني د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "زه فکر کوم چې په جراحۍ کې تخصص وکړم، زه غواړم یوه جراحه شم، ځکه تاسو پوهېږئ افغانستان ښځینه جراحانو ته اړتیا لري، ځکه دا یوه دودیزه ټولنه ده او په عموم کې، کله چې ښځه جراحي ته اړتیا لري، که جراح یو سړی وي، د کورنۍ له‌خوا محدودیتونه مخ کېږي چې ښځه باید د نارینه له‌خوا جراحي نه شي. نو زه فکر کوم چې زما په هېواد کې د ښځینه جراح کېدل هم د ما او هم زما د ټولنې په ګټه دي."

٢٥ کلنه فريبا آصفي د طالبانو له‌خوا د تخصص بشپړولو ته پرې‌نه‌ښودل شوه.

هغه وايي، بختوره ده چې اوس په سکاټلنډ کې تخصص اخلي.

نوموړې زیاته کړه: "هغوی ما ته اجازه ورنه‌کړه چې په افغانستان کې خپل تخصص ترلاسه کړم. اوس زه فکر کوم چې زه ترټولو بختوره ښځه یمه چې دلته یم او کولی شم خپل تحصیل ته دوام ورکړم او دا فرصت لرم چې خپلو هیلو ته ورسېږم. زه واقعاً خوشحاله یمه."

فریبا په افغانستان کې له تعلیم محرومو نجونو غواړي چې خپله روحیه له لاسه ورنه‌کړي او په خپله دې درسونه ووايي.

فریبا او نورې افغان نجونې داسې وخت د طب په برخه کې په سکاټلنډ کې په زده‌کړو بوختې دي چې افغانستان وار دمخه په تېرو درېیو کلونو کې د ښځینه ډاکترانو او نرسانو له سخت کمښت سره مخ دی.

د میندو او ماشومانو په مړینو کې لږ تر لږه دوه برابره زیاتوالی راغلی چې یو لوی علت یې د ښځينه روغتیاپالانو نشتوالی په ګوته شوی دی.

د طب دا ۱۹ محصلانې چې د طالبانو له‌خوا له ګڼو نورو هغو سره له زده‌کړو محرومې شوې په میاشتو میاشتو یې په پاکستان کې انتظار وایست څو د سکاټلنډ ویزې ترلاسه کړي.

لینډا نورګروف بنسټ چې دا ۱۹ نجونې یې سکاټلنډ ته وړي په خپله پاڼه لیکلي چې درې کاله مخکې یې د سکاټلنډ په طبي پوهنتونو کې د دغو نجونو د شاملېدو هڅې کولې.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د دډسمبر په وروستیو کې په دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د دډسمبر په وروستیو کې په دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

لینډا نورګروف یوه مرستندویه کارکوونکې وه چې په ۲۰۱۰م کال کې د طالبانو له‌خوا په کونړ کې تښتول شوې وه.

هغه وروسته هغه وخت وژل شوې وه چې امریکايي ځواکونو یې د ژغورنې لپاره عملیات ترسره کړل.

د لینډا مور او پلار د افغان ماشومانو او ښځو سره د مرستې لپاره د لینډا په نوم خیریه موسسه پیل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له درېیو کلنو څخه په زیاته موده کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

طالبانو بیا د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې په دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي، خو طالبانو له پرله‌پسې کورنیو او نړیوالو غوښتنو سره سره تراوسه د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG