د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ګرځندوی نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان سیلانیان: افغانستان د ګرځندوی لپاره خوندي ځای نه دی


په بامیان کې د بند امیر یوه څنډه
په بامیان کې د بند امیر یوه څنډه

رمضان محمودي یو له هغو افغان سیلانیانو دی چې په خبره یې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو مهمو تفریحي او تاریخي ځایونو ته تللی دی.

خو نوموړی وايي چې له تېرو درېيو کلونو پر دغه هېواد د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته یې اوس ګرځېدل راګرځېدل کم کړي او دغو ځایونو ته له سفر کولو وېره لري.

محمودي وویل: "په یقین سره وروسته له دې چې دا ډله په افغانستان کې واکمنه شوه، دا فرصت له ډېرو خلکو اخیستل شوی دی او محدودیت راغلی او له همدې امله چې خوندي نه یو او ګواښونه شته، د سیل امکان نه ګورم."

نوموړی وايي چې د بلخ، غزني، هرات، پروان او کندهار ولايتونو له بېلابېلو ځايونو سربېره يې له افغانستانه بهر د ترکيې، ايران او پاکستان له تاريخي او تفريحي ځايونو هم ليدنه کړې ده.

د بلخ ولايت اوسېدونکى او يو بل افغان سیلاني شکېب وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې د اقتصادي ستونزو او د ځينو محدوديتونو له امله نه دی توانېدلی چې د بېلابېلو ولايتونو له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې وزګاره دی.

شکېب وايي: اوس که په شپږو میاشتو کې هم یوځل چېرې ولاړ شو دا ډېره ده، ځکه چې اقتصاد مو کمزوری دی.

هغه زیاتوي: "د جمهوریت پر مهال چې مو وظیفې او ښه معاش درلود، نو په ټولو ولایتونو کې به تاریخي ځایونو ته تللو او ډاډه به مو پیسې مصرفولې، خو اوس که په شپږو میاشتو کې هم یوځل چېرې ولاړ شو دا ډېره ده، ځکه چې اقتصاد مو کمزوری دی."

د امنیتي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ تفریحي سیمو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګول هغه ستونزه ده چې د افغانستان تاریخي او تفریحي ځایونو ته یې د سیلانیانو شمېر کم کړی دی.

د بامیان په بند امیر کې یو شمېر کاروباریان وايي، سږ کال د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له‌خوا پر نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو له امله د سیلانیانو شمېر کم شوی او دې مسئلې د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

په دې سیمه کې د یوه رسټورانټ مالک حکیم ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال له پیل راهیسې بندیزونه وو، ډېر کم خلک او ډېر کم بهرني سیلانیان راغلي وو، یوازې افغان نارینه راغلي وو، کورنیو ته یې امربالمعروف اجازه نه ورکوله، نو ځکه زموږ کاروبار ډېر خراب وو."

په افغانستان کې د یو شمېر سیاحتي شرکتونو خاوندان هم د ګرځندوی په برخه کې د حکومت له کړنو شکایت لري، وايي چې د ګرځندوی صنعت لپاره منظم پلان نه‌شته.

د یوه سیاحتي شرکت مشر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "حکومت د ګرځندوی سکتور ته پام نه کوي، د کورني ګرځندوی لپاره منظم پروګرام نه لرو، پاتې لا بهرنی، زموږ هېوادوال له لوېدیځ څخه شمال ته او له شمال څخه لوېدیځ ته یو د بل له فرهنګونو سره اشنا نه دي، د یو بل د تاریخي سیمو، اثارو او فرهنګي محلونو په اړه په څه نه پوهېږي."

دا ستونزې او اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او تاریخي او تفریحي ځایونو ته د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د تګ خبره کړی او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې د امنیتي برخه کې هیڅ ستونزه نه‌شته.

خو د روان کال د مې میاشتې په ۱۷مه په بامیان کې د وسله‌والو کسانو په ډزو کې چې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ومانه، درې هسپانوي سیلانیان او درې ورسره مل افغانان ووژل شول.

په دې ډزو کې د درېیو نورو افغانانو ترڅنګ د هسپانیا، ناروې، استرالیا او لاتویا څلور سیلانیان ټپیان شول، دغه برید په کور دننه او په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شو.

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې "ملت ته د حکومت حساب ورکونې" په نوم پروګرام کې د خپل یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال ادعا وکړه چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو شمېر زیات شوی او له دې درکه دوی ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

په دې اړه د دغه وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی مرستیال قدرت‌الله جمال وویل: "په تېر کال کې شاوخوا نهه زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او د افغانستان له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه یې لیدنه کړې، دغه شان یو کال کې له ۹ میلیونو ډېر کورني ګرځندویان له موږ سره ثبت شوي او دغه شان د ګرځندوی په برخه کې نږدې درې زره شرکتونه له موږ سره ثبت شوي دي."

هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سيلانيانو د اسانتيا په موخه د يو شمېر ولايتونو په تفريحي او تاريخي سيمو کې ځني پروګرامونه هم په پام کې لري.

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت په وده کې و، خو اوس یو شمېر کورني ګرځندویان وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر سیل او ګرځېدو بندیز ولګاوه، په ځینو ولایتونو کې یې په دغه صنعت او د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نن د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر ۲۷ مه د ګرځندوی نړیواله ورځ ده.

د ګرځندوی نړیواله ورځ له ۱۹۸۰ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان له‌خوا د سپټمبر ۲۷مه د یوې نړیوالې غونډې په توګه نمانځل کېږي.

دغه نېټه په ۱۹۷۰ کال کې په کومه ورځ چې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی د نړیوال سازمان کړنلاره تصویب شوه، په دې نوم نومول شوې ده.

د دې کړنلارې تصویب د نړیوال ګرځندوی په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG