د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

پروان کې پر یوې ناپېژاندې ساري ناروغۍ د ۵۰۰ کسانو اخته کېدل؛ ځايي اوسېدونکي یې اندېښمن کړي


د پروان ولایتي روغتون
د پروان ولایتي روغتون

په پروان ولایت کې ۵۰۰ کسان په یوې ناپېژاندې ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

د دې ولایت اوسېدونکي د دې ساري ناروغۍ خپرېدو له کبله اندېښمن دي.

د پروان لپاره د طالبانو د حکومت د والي ویاند حکمت‌الله شمیم ویلي چې په ناپېژانده ساري ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

نوموړي نن چهارشنبه د سپټمبر ۲۵مه په خپله ایکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ويلي چې د څلورو ورځو راهیسې د پروان د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې د دې ساري ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او د ۵۰ نورو روغتیايي وضعیت نازک دی.

هغه زیاتوي: "پروان غوربند دره د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې تر ۵۰۰ زیات کسان په یوې ناپېژاندې ساري ناروغۍ اخته شوي، تراوسه د دغې ناپېژاندې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه او د ۵۰ نورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی."

دی وايي، روغتیايي ټیمونه سيمه کې موجود دي څو له خلکو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کې مرسته وکړي.

راشد وايي: له اوله کې به پر مونږ تپه راتله، يخني مو کېده، په هېڅ به نه ګرمېدو، بيا شل دقیقې وروسته به دومره ګرم شو چې له حده وتلې، وجود مو ډېر غير نورمال دى اول خوب نه راځي، چې راشي بيا پاڅېدى نه‌شو، وجود مو ډېر کمزورى شوى دى.

په همدې حال کې د پروان د کفشان درې اوسېدونکي عبدالفتاح راشد چې خپله او دوه خويندې يې په دې ناپېژندې ساري ناروغۍ اخته شوي او اوس د کابل په يو روغتون کې بستر دي آزادي راډيو ته وويل: "له بده مرغه دوه اوونۍ مخکې پر دې ناروغۍ اخته شو، له اوله کې به پر مونږ تپه راتله، يخني مو کېده، په هېڅ به نه ګرمېدو، بيا شل دقیقې وروسته به دومره ګرم شو چې له حده وتلې، وجود مو ډېر غير نورمال دى اول خوب نه راځي، چې راشي بيا پاڅېدى نه‌شو، وجود مو ډېر کمزورى شوى دى."

د نوموړي په خبره، د دوى په سيمه کې تر نارينه‌وو ډېر ښځې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د کفشان درې بل اوسېدونکى محمد چې خور په دې ناروغۍاخته ده هم ازادي راډيو ته وويل: "دغه ويروسي ناروغي ډېره سخته ده، مالومه هم نه ده تراوسه چې دا کرونا ده، که څه شى ده، ناروغان ورسره سختو ستونزو سره مخ کېږي، زمونږ د کور غړي په دغې ناروغۍ اخته دي، کابل ته مو روغتون ته لېږدولي."

دوى له حکومتي چارواکو غواړي چې دا ناروغي تشخيص او د لا خپراوي مخه ونيسي.

په ورته وخت کې د پروان د ولايتي روغتون سر طبيب ډاکتر عبدالجليل حيدري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دغه روغتون ته په دې ناروغۍ د اخته کسانو ورتګ دوام لري.

نوموړى وايي: "تېره اوونۍ زمونږ روغتون ته مراجعين راغلي وو چې کانګو ته ورته په يوې ناروغۍ اخته وو، ځينې بستر شول، ځينې مرکز ته ولېږدول شول او سیمه کې هم ګرځنده روغتيايي مرکز جوړ شو، پرون هم شپږو کسانو مراجعه کړې وه چې کابل ته مو ولېږدول، تراوسه ځواب يا سمپل نه دى راغلى چې دا کومه ناروغي ده."

د پروان ولایتي روغتون کې په خپرې شوې ساري ناروغۍ تر درملنې لاندې دي.
د پروان ولایتي روغتون کې په خپرې شوې ساري ناروغۍ تر درملنې لاندې دي.

دی وايي، تراوسه لا د دې ناروغۍ د خپرېدو لامل او دغه راز د ناروغۍ ډول نه دی مشخص شوی.

نوموړي دغه راز وویل چې په دې ناروغۍ اخته کسان تر ډېره د پښو له سخت درد، شدیدې تبې او اسهال څخه شکایت کوي.

د پروان اوسېدونکی د دغه ناروغۍ د خپرېدو له امله اندېښنه ښيي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG