د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

کرونا؛ د ننګرهار ځینې زده کوونکي: حکومت دې د 'رخصتۍ' پرېکړه بېرته واخلي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده، ورسره د دوه اوونیو لپاره دولتي، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزو مرکزونه د رخصتېدو پرېکړه وشوه، هغه چې په ننګرهار ولایت کې له غبرګونونو سره مخ شول.

د ننګرهار د یو شمېر پوهنتونونو او ښوونځيو محصلان او زده کوونکي شکایت کوي چې د ښوونیزو ادارو په بندېدو سره یې درسي بهیر ځګه له ننګونو سره مخ شوی چې په خبره یې، د انټرنیټي او برېښنایي کمزورتیا له کبله ورته په کور کې زده کړې سختې دي.

د ننګرهار د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی رحمت الله وایي، حکومت دې په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي او یوازې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو بنسټ د کرونا ویروس مخه نه شي ډب کولای.

ارشیف، جلال اباد ښار
ارشیف، جلال اباد ښار

نوموړی وايي: "دغه رخصت زموږ پر ذهنونو منفي تاثیر کوي، موږ له زده کړو بې برخې کوي، مطالعې سره مو شوق ختموي، نو دغه پرېکړه موږ ته د منلو نه ده."

د ننګرهار د یوه خصوصي انسټیټیوټ د دوهم کال محصل ایمل بیا پر حکومت نیوکه کوي چې ګوندې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې یوازې ښوونیز مرکزونه تړلي او پر نورو عامه ځایونو بندیز نه دی لګول شوی.

دی دغه پرېکړه عادلانه نه بولي او زیاتوي، هر ځل د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تحصیلي او ښوونیز مزکونه تړل کېږي چې له امله یې د دوی کړې خواري بې ځایه کېږي.

دی وايي: "د کرونا موضوع یوازې په پوهنتونونو، مکاتبو او ښوونیزو مرکزونو کې نه ده، ولې ښارونه نه تړل کېږي؟ ولې هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي تر دې پرېکړې لاندې نه راځي، پوهنتونونه تړي او رخصتوي یې."

په ورته مهال دې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو مسوولان وایې، د کرونا ویروس په رامنځته کېدو او د ښوونیزو ادارو په تړلو سره زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

په ختیځ کې د خصوصي پوهنتونو د اتحادې رئیس طارق کمال حکومت له ښوونیزو ادارو سره په توپیري چلند تورنوي او وایي، د پوهنې وزارت یاده پرېکړه په خپل سري ډول کړې چې دوی ته د منلو وړ نه ده.

ښاغلي کمال زیاته کړه: "د ښوونیزو بنسټونو او د پوهنتونونو له اتحاديې سره باید مشوره وشي، بل ځل موږ داسې پرېکړه نه منو چې یوازې دې په کې پر تعلیمي دستګاوو قرنظین وشي، دولت دې تعلیمي بنسټونو ته ډېره پاملرنه وکړي، موږ ډېر حیاتي اهمیت لرو، د دې ټولنې د بقا لپاره."

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ پوهنې وزات د دوه اونیو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ښوونیزو بنسټونو د رخصت اعلان وکړ.

د یاد وزارت ویاندې نجیبې ارین ویلي، یاده پرېکړه یې د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه او د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه کړې چې له مخې به یې په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې به د جوزا میاشتې له اتمې نېټې تر دوو اوونیو پورې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه رخصت وي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي د ښوونیزو بنسټونو د رخصتیدو پرېکړه یې پرېکړه یې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کړی
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي د ښوونیزو بنسټونو د رخصتیدو پرېکړه یې پرېکړه یې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کړی

خو اوس د ننګرهار د یو شمېر ښوونځيو او پوهنتونونو مالکان له حکومته د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د خپلو چارو د پیل غوښتنه کوي او زیاتوي، که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي نو مدني حرکتونه به وکړي.

په ورته مهال د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړې ادارې په توګه یې دغه ستونزې او اندېښنې له مرکز سره شریکې کړي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري ښوونځیو ته د پرانېستل کېدو او تړل کېدو پرېکړه د دغه ریاست له صلاحیته پورته ګڼي او ټینګار کوي چې که کومه مرجع له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند سره به مخ شي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه: "پوهنې وزارت چې د هېواد ۱۶ ولایتونو ته د دوه اوونۍ رخصتۍ هدایت کړی دی، دا د قانون حیثیت لري، د تطبیق وړ دی،د جوزا له اتمې تر دوو اونیو پورې، استثنا په کې نشته، دولتي او خصوصي به ټول رخصت وي، که څوک سرغړونه کوي ورسره به قانوني چلند کېږي."

ننګرهار کې داسې مهال د ښوونیزو ادارو د پرانېستې غوښتنه کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ورځ تر بلې په مرکز کابل او ولایتونو کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

XS
SM
MD
LG