د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

افغانستان کې د کانګو له وېرې د غوښې د خوراک کمیدل؛ ډاکټران: پخه شوې غوښه کانګو نه لېږدوي


د کابل ښار یوه قصابي
د کابل ښار یوه قصابي

په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د پېښو له زیاتیدو سره، د غوښې خوراک او پېرل کم شوي دي.

د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نسيم ميوندوال وايي، په سيمه کې يې خلکو د څارويو د غوښو پېرل او پخول له دې ويرې کم کړي دي، چې کانګو ناروغي به ورته ولېږدول شي.

نوموړی وايي، سيمه کې يې تر اوسه د کانګو ناروغۍ د کومې پېښې خبر نه‌دی اورېدلی خو خلک د يادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه سخت اندېښمن دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: “خلکو د زياتو غوښو خوړل کم کړي دي، ځکه وېره لري چې د کانګو وايروسي ناروغي چې ده، په پيل کې له حيواناتو څخه انسانانو ته انتقاليږي، نو دوی غواړي چې د دغې ناروغۍ مخه ونيسي. زموږ غوښتنه دا ده چې مسوولين دې د يادې ناروغۍ پر وړاندې د عامه پوهاوي پروګرامونه او ورته نور پروګرامونه وکړي، ترڅو د دغه ډول ناروغيو مخنيوی وشي.”

د هلمند اوسېدونکی حبيب‌الرحمن هم وايي، له تېر شوي لوی اختر وروسته چې ډېرو خلکو قربانۍوکړې؛ د کانګو ناروغۍ د خپرېدو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوي.

نوموړي وویل:“واقعاً هم د لوی اختر په رارسېدو سره چې د کوچني مال له غوښې څخه زياته استفاده کېده، د کانګو مريضي منځته راغلې ده. ډېری خلک يې له ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي دي. اوس خلکو د کوچني مال غوښې ته شا ورګرځولې ده، ترڅو دغه د کانګو مريضي له منځه يوسي.”

شتمن افغانان د نورو مسلمانانو په شان په هر لوی اختر کې حیوانات قرباني کوي
شتمن افغانان د نورو مسلمانانو په شان په هر لوی اختر کې حیوانات قرباني کوي

زړګی چې د پروان ولايت اوسېدونکی دی هم ورته اندېښنه لري او وايي، دغلته د کانګو ناروغۍ له امله ګڼ څاروي مړه شوي دي.

دا وايي: “دغه ناروغي ډېری خلکو ته هم د غوښې له لارې انتقال شوې ده، ځکه هغه کوم څاروی چې په دې ناروغۍ باندې اخته وي، کله چې هغه حلال شي او شخص د دې غوښه وخوري، طبعا هغه ناروغي هغه شخص ته انتقاليږي.”

د بشير احمد په نوم يو قصاب چې د هلمند په لښکرګاه کې قصابي کوي، هم وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې هغه کسان چې له ده څخه يې هره ورځ غوښه وړله، اوس اوونۍ کې محدودې ورځې د غوښې پېرلو لپاره ورځي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: “ډېر خلک شته چې د پخوا په پرتله باندې اوس داسې خاص غوښې نه وړي. کوم مشتریان چې موږ درلودل، هره ورځ به يې غوښه وړله، هره ورځ به راتلل دا حساب يې نه کوو، چې دا من ده، نيم من ده، يا چارک ده، يا څومره ده، اوس هغه مشتریان نشته، د پخوا په پرتله باندې اوس دومره غوښه نه خرڅيږي.”

خو روغتياپالان وايي، کانګور ناروغۍ يوازې د حيواناتو د وينې له امله د لېږد وړ ده او د پخو شويو غوښو له امله ځکه دا ناروغۍ نه انتقاليږي چې د کانګو ناروغۍ وايروس په ۵۶درجې حرارت کې له منځه ځي.

د انتاني ناروغيو متخصص ډاکټر فريدالله عمري ازادي راډيو ته وويل: “ دغه غوښې چې قصابان يې خرڅوي دا هم کېدلی شي چې وايروس په‌دې کې شتون ولري، هغه کورونو ته چې وړل کېږي، هلته کېدی شي هغه خويندې او هغه اشپزان چې دستکشې په ونه‌لري، خپل ځان زخمي کړي او هغه وينه او افرازات چې په غوښه کې دي هغه داخل شي او دغه شخص د کانګو په ناروغۍ باندې اخته شي. چې مونږ د دې پيښې هم لرو خو د خوراک له لارې دغه ويروس د ګانکو چې دى د حرات په ٥٦ درجو کې په نيم ساعت کې له منځه ځي”

په هرات کې د کانګو یو بستر شوی ناروغ - ارشیف
په هرات کې د کانګو یو بستر شوی ناروغ - ارشیف

کانګو يوه وايروسي ناروغي ده چې له څارويو څخه انسانانو ته د وينې له لارې لېږدول کېږي.

ډاکټران وايي، په يخچال کې د غوښو ساتل او د ټوټه ټوټه کولو پر مهال د دستکشو کارول هغه لارې چارې دي چې د يادې ناروغۍ د لېږد چانس کموي.

ومو غوښتل افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د تازه پېښو په اړه د عامې روغتيا وزارت نظر واخلو، خو د ياد وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ د ساري ناروغۍ د خپرېدو په اړه په خپل راپور کې ويلي وه، چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG