د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

افغانستان کې د کرونا یو میلیون او ۶لکه ډوزه واکسین ته د زیان ګواښ


ارشیف، افغانستان کې یو ډاکټر د کرونا ضد واکسین تطبیقوي.
ارشیف، افغانستان کې یو ډاکټر د کرونا ضد واکسین تطبیقوي.

د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې به د کرونا یو میلیون او شپږ لکه ډوزه واکسین ضایع شي که چېرته ژر استفاده ترې ونه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ژمنه کړې ده چې د افغانستان په شپاړس ولایتونو کې له خپلو همکارانو سره د واکسین لپاره یو کمپاین وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ورته وخت کې ژمنه کړې ده چې په پروان، لغمان او کاپیسا کې به ډېر ژر نوي لابراتوارونه جوړ کړي او تردې مخکې یې په نیمروز او کونړ کې د کرونا د معایناتو لپاره لابراتوارونه جوړ کړي وو.

وروسته له دې چې د اګسټ په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د تشخیص معاینات خورا کم شوي دي.

XS
SM
MD
LG