د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالی او کابل کې د ویټامین لرونکو درملو تود بازار


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د نویو ۷۵۸ پېښو له ثبت خبر ورکوي.

دا د کابل په پروان هوټل سیمه کې د درملو پلورلو یو شمېر پلورنځي دي چې خلک ورته د درملو اخیستو لپاره راغلي دي.

په دوی کې یو شمېر کسان شته چې د کرونا ویروس نښې لري او هغه درمل اخلي چې کارول یې د دې ویروس پر وړاندې ګټور دي.

روح‌الله د کابل ښار اوسېدونکی دی، په ډېره بېړه هر درملتون ته سر ښکاره کوي او د ټوخي شربت غواړي.

هغه زیاته کړه: "کور کې ناروغ لرو، ټوخېږي، تبه او ځان درد لري، له همدې کبله دا دوام اخلم، وېرېږم چې کرونا نه‌وي."

وسیم هم د کرونا ویروس له وېرې اړ شوی چې دلته راشي.

هغه وايي: "د زینګ ګولۍ او ویټامین ای او ډي کپسولو د اخیستو لپاره راغلی یم، د دې لپاره چې د بدن ځواک مو قوي کړي، ځکه کرونا زیاته شوې ده."

یو شمېر درمل پلورونکي هم د درملو د پلور له ګرم بازار خبر ورکوي او وايي، په ورځني ډول ډېر شمېر کسان ترې د درمل اخیستو لپاره ورځي.

ارشیف
ارشیف

محمد قاسم چې خپله هم درمل پلورنځي لري په افغانستان کې د درملي خدمتونو او درملتونون د ټولنې رئیس دی.

دی وايي: "د روژې له میاشتې وروسته او په ځانګړې ډول له اختر وروسته، په کرونا د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی، له همدې کبله د درملو کارونه هم زیاته شوې ده، موږ له خپلو درملو ښکاري، ځکه هغه درمل زیات اخستل کېږي چې د کرونا لپاره کارول کېږي، لکه ایزوترومایزین، یو شمېر نور انټي بیوټیک لکه پراسټمول هم زیات پلورل کېږي، ان په مارکېټ کې مخ په خلاصېدو دي."

دی وايي، ډېری هغه کسان چې درملتونونو ته ورځي، هغوی دي چې د کورنۍ غړي یې د 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ څخه شکایت کوي او یا هم د دې ویروس نښې لري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په افغانستان په کرونا د نویو اخته کسانو شمېر ۷۵۸ اعلان شو.

په افغانستان کې اوس‌مهال په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷زره او ۲۶۷ تنو تنه رسېدلی دی، هغه تعداد چې د عامې روغتیا وزارت یې د لا لوړېدا په اړه اندېښنه ښيي.

XS
SM
MD
LG