د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

هرات کې ۱۳ ډاکترانو خپلې دندې پرېښي


ارشیف
ارشیف

په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې د روغتون ۱۳ ډاکترانو د کاري ساعتونو د زیاتېدو او په روغتون کې د امکاناتو د کموالي له کبله استعفی وکړه.

مسعود میرزايي چې ده هم استعفی کړې پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، دوی په کرونا ویروس اخته کسانو ته کافي امکانات نه لري او په روغتون کې د مړینو شمېر هم زیات دی.

هغه زیاته کړه: "زموږ د استفعی یو دلیل د امکاناتو کموالی دی، په دې معنی چې د ناروغانو پایوازان د خپلو ناروغانو د مړینې پوښتنه له موږ کوي، هېڅ امکانات نه‌شته، هره شپه له ۸ تر ۱۰ پورې ناروغان مري، خو روغتیا ریاست یوازې د دوو ناروغانو مړینه اعلانوي."

دغو ډاکترانو ویلي، چې له درېیو میاشتو معاشونه هم نه‌دی ورکړل شوي.

خو په هرات کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې مسؤل زمری حَصین ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د دغه روغتون د ستونزو د حل هڅه کوي.

ښاغلی حصین دا نه مني چې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې روغتون دې امکانات ونه لري.

په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۹۰۰ اوښتی او ۵۸ کسان په دې ویروس تر اوسه په دغه ولایت کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG