د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د کرونا وبا؛ ۱۶ ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د ۲ اونیو په مخه بند شول


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

سر له نننه د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د دوو اونیو په مخه بند شول.

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې دا هڅه د کرونا وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره کېږي.

د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره او د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، نیمروز او کندوز کې سر له نننه د دوو اونیو په مخه پوهنتونونه، ښوونځي او د روزنې کوروسونه بند شول.

د عامې روغتیا وزرات وروسته تردې دا اعلامیه خپره کړه چې پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په افغانستان کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر بل هر وخت د کووېد- ۱۹ ناروغۍ د ډېرو مثبت پېښو راپور ورکړل شو.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي د دې شمېرو په اړه وایي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس د درې زره اته سوه مشکوکو پېښو له ازموینې وروسته چې په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې وشول، څرګنده شوه چې په ټول افغانستان کې مثبتې پېښې نهه سوه اووه اویا دي او اتلس تنه هم له بده مرغه تلفات لرو."

کابل ښاروالۍ اعلان کړی دی، د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روانه اوونۍ د ودنو تالارونه بندوي.
کابل ښاروالۍ اعلان کړی دی، د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روانه اوونۍ د ودنو تالارونه بندوي.

له دې سره تر پرون پورې په افغانستان د کرونا وبا له پیله تر اوسه د مثبتو پېښو شمېره تر اویا زره واوښته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتې دي چې د امکان ترحده په کور دننه پاتې شي، ټولنیز واټن مراعات کړي، ماسک وکاروي او لاسونه په پاکو اوبو او صابون ووینځي.

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت اندېښنه ښیي چې ښایي د دوو اونیو په ترڅ کې د کرونا درېیمه څپه اوج ته ورسېږي.

کابل ښاروالۍ اعلان کړی دی، د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روانه اوونۍ د ودنو تالارونه بندوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې ښایي دغه اوس خپره شوې وبا هندي کرونا وي او که داسې وي د دې لپاره کیټونه نه لري او تمه ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د دې بڼې کرونا لپاره کیټونه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG