د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د کرونا وبا د مخنیوي په موخه ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه رخصت شول


ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کېږي.
ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کېږي.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د کرونا ویروس نږدې زر مثبتې پېښې ثبت شوې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ښوونځیو، پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو او کورسونو د بندېدو خبر ورکوي.

عامې روغتیا وزارت د شپې ناوخته په خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه سبا د غبرګولي اتمه د دوه اونیو لپاره رخصت دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې خلک باید د کرونا ویروس پر وړاندې د ساتنې اصولو په رعایت کولو سره لکه: د ټولنیز واټن ساتل، د لاسونو مینځل او ماسک کارولو سره له یو بل سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG