د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

په افغانستان کې د تور زېړي د ناروغۍ زیاتوالی


په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د "هیپټاټیس بي" یا تور زېړي ۲۲۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

تور زېړی چې په ځیګر کې د ویروسي التهاب لامل کېږي، په خلکو کې د بېلابېلو ویروسي لاملونو له مخې څرګندېږي او که پاملرنه ورته ونه شي، د ناروغ د مړینې لامل ګرځي.

اوس په هېواد کې د تور زېړي زیاتوالي د عامې روغتیا وزارت اندېښمن کړی دی.

دغه وزارت وايي، د اته لکو کسانو له ډلې چې د ۱۳۹۷ کال تر پای پورې یې روغتیایي ارزونه شوې، ۲۲۸۲۱ کسان په تور زېړي یا "هیپټاټیس بي" او ۸۸۵۵ کسان په "هیپټاټیس سي" یا د ځیګر په زېړي اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، دغه ناروغي د ایډز او سرطان په څېر خطرناکه ده چې له امله ېې هر کال په نړۍ کې سلګونه کسان مړه کېږي.

ده وویل: که د دغې ناروغۍ مخه ونه نیول شي، بیا به ناتوانه شو، خلکو ته مو پیغام دا دی چې د هیپټایټس واکسین وړیا دی، ټول هغه ماشومان دې واکسین شي چې عمرونه یې له دوو کلونو لږ دي، موږ د دې د مخنیوي لپاره څلور لارې په مخ کې لرو، واکسین، د شمېرو ټولول، د نفوسو وقایه او څوک چې په خطر کې دي او په څلورمه مرحله کې ناروغانو ته د درملنې د اسانتیاو برابرول دي.

په افغانستان کې د هیپیټاټیس نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د عامې روغتیا د وزیر په خبره، په افغانستان کې له بل هر وخته ډېر د دغې ناروغۍ د پراختیا د مخنیوي او د درملنې لپاره جدي پانګونې ته اړتیا احساسېږي.

د عامې روغتیا وزارت اوس په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندز، غزني، بدخشان، کونړ، پکتیا، هلمند، پروان، خوست، نیمروز، فراه او دایکنډي ولایتونو کې د هیپټایټس د وقایې او مخنیوي لپاره خدمتونه پیل کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر وايي، دغه بهیر به د ټولو روغتیايي خدمتونو په سېستم کې شامل او د هیپټایټس د واکسین پلي کول به په ټول افغانستان کې ډېر کړي چې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو له امله د مړینې مخه ونیسي.

دمګړۍ د هیپټایټس پر ناروغۍ ۶۱ کسان د هېواد په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

که څه هم موږ ته اجازه نه راکول کېږي چې د تور زېړي له ناروغانو سره خبرې وکړو، خو احمد مهدي چې په هیپټاټیس سي یا د ځیګر په زېړي اخته دی، وايي چې له درېیو میاشتو راهیسې د اورتي سیدي د درملنې په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.

ده وویل: درې میاشتې وشوې چې تر درملنې لاندې یم، له ډاکترانو مننه کوم، زه ډېر ناروغ وم، ګنګس او کمزوری وم، وینه چې يې چک کړه، ویل یې زېړی لري.

د وقایوي طب رئیس بشیر احمد حمید ازادي راډیو ته وویل، هیپټایټس بي او سي تر ټولو خطرناکې ناروغۍ دي چې کلونه په انسان کې وي او یو بل ته یې د لېږد زمینه هم ډېره ده.

د ده په خبره، افغانستان چې بېوزله او د پراختیا په حال کې هېواد دی، خلک یې تر ډېره د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

دی دا هم وايي چې شخصي حفظ الصحه او د خلکو د پوهاوي د سطحې لوړول کولی شي چې په تور زېړي د خلکو د اخته کېدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG