د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغانستان له څلورمې برخې ډېر وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په افغانستان کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په افغانستان کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې له ٢٠٢١م او ٢٠٢٢م کلونو وروسته بې‌سارې لوږه او د خوړو خوندیتوب مخ په ښه کېدو دى، خو لا هم د هېواد له څلورمې برخې څخه زیات وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

"ډبلیو‌ایف‌پي" وايي، د افغانستان له څلورمې برخې ډېر وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له بې سارې لوږې وروسته، په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب مخ په ښه کېدو دی، خو لا هم دې هېواد د نفوس له څلورمې برخې ډېر وګړي (۱۲.۴ میلیونه کسان) د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

"ډبليوایف‌پي" وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د نغدو پيسو د کمښت ترڅنګ د خواراکي توکو بيې هم لوړې شوي چې دې ټکي په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی او ډېر کړى دى.

"ډبليوایف‌پي" زیاته کړې چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې شديده خوارځواکي له بېړني حالت څخه لوړه ده او ښايي په راتلونکي کې لا پسې زیاته شي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو نیمه برخه او د امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو او څلورمه برخه د ژوند ژغورلو لپاره د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري.

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزلې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزلې کورنۍ دسترخوان

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته په بېړنۍ توګه ته اړتیا لري.

په همدې حال کې یو شمېر اړمنو کسانو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکې پري ګل چې د خپلو پنځو ماشومانو د روزلو مسووليت پر غاړه لري، وايي: "زه څوک نه لرم چې راسره مرسته وکړي، زه په کور کې ګټونکى کارګر نه‌لرم. زه په کورونو کې کار کوم او خپل ځان او د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ برابروم."

طاهره وايي: زه واقعاً مرستې ته اړتیا لرم. موږ په په کرايي کور کې ژوند کوو څلور مياشتې کېږي چې کرايه مې نه ده ورکړې. موږ حيران پاتې يو چې څه وکړو څوک نه لرم چې مرسته راسره وکړي.

دغه راز د پروان اوسېدونکې طاهره وايي: "زه د درېیو ماشومانو مور یم، زما مېړه ناروغه دی، هغه په یوه هټۍ کې کار کاوه او درانه شیان پورته او ښکته کول او هغه ډېر تر فشار لاندې وه او د ملا تکليف لري. زه واقعاً مرستې ته اړتیا لرم. موږ په په کرايي کور کې ژوند کوو څلور مياشتې کېږي چې کرايه مې نه ده ورکړې. موږ حيران پاتې يو چې څه وکړو څوک نه لرم چې مرسته راسره وکړي."

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي وو چې د مې په میاشت کې یې له ۲.۳ میلیونو اړمنو سره مرسته کړې چې خوراکي مرستې، نغدې پیسې او د خوارځواکو لپاره پکې تغذیه شامله ده.

"ډبلیوایف‌پي" دا هم ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

هممهاله نړیوالو سازمانونو هم اندېښنه ښودلې چې وروستیو سېلابونو او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لا زیاته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG