د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

بې‌کاري، فساد او جنګ ۴۰ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ له کرښې ښکته ژوند ته اړ کړي


د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر وايي چې په سلو کې ۴۰ فیصده افغانان د بې‌وزلۍ له کرښې ښکته ژوند کوي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې روانې جنګ جګړې، ناامنۍ، ټولنیزو ستونزو، د کار ټیټ ظرفیتونو، له هېواده د پانګه‎والو تېښتې او په حکومتي ادارو کې شته فساد د بې‎کارۍ لامل شوی چې بې‎وزلۍ ته‌یې لاره هواره کړې ده.

یو شمېر عام افغانان وايي، که څه هم لوړې زده‎کړې لري، خو بیا هم کلونه کلونه کېږي چې بې‎کاره ګرځي او په ورځني ژوند کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دوی له حکومته غواړي چې د کار زمینې دې ورته برابرې کړي که نه ځوانان د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د وسله‎والو مخالفینو له لیکو سره یوځای کېږي.

د سلمان په نوم یو ځوان وايي:

"بې‎کاري زیاته شوې ده، پخوا کارونه زیات و، چا به چې کم تعلیم هم کړی و، بې‎کاره نه‌پاتې کېده، نن لېسانسه او ماسټرانو ته کارونه نه‌پیدا کېږي، ځیني بې‎کاره ځوانان د مخالفینو لیکو ته هم ځي."

د ریاض په نوم بل ځوان بیا داسې وايي:

"بې‎کاري زیاته شوې چې ورسره بې‎وزلي هم زیاته شوې ده، له حکومته مو غوښتنه ده چې کاري فرصتونه رامنځته کړي چې له بې‎کارۍ سره بې‎وزلي هم له‌منځه ولاړه شي."

څه موده وړاندې افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي و چې په سلو کې لس افغانان کولای شي د ورځې درې وخته ګرمه ډوډۍ وخوري او بچیانو باندې لوړې زده‎کړې وي.

محمد اشرف غني ویلي و چې په سلو کې ۴۰ داسې افغانان شته چې د ورځې دوه وخته ډوډ‌ۍ خوري او په ماشومانو باندې تر لېسې پورې زده‎کړې کولای شي.

د ښاغلي غني په خبره په سلو کې له ۲۰ تر ۳۰ افغانان شته چې یو ځل ډودۍ خوري او کولای شي تر لومړني ښوونځي پورې په ماشومانو زده‎کړې وکړي او پاتې افغانان نه ډوډۍ پیدا کولای شي او نه هم ښوونځي ته ماشومان لېږلای شي.

د نړیوال بانک د وروستیو احصائیو له مخې چې افغان حکومت‌یې هم تائیدوي په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان بې‎کاره دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر وايي چې هر کال د کار په شرایطو برابر ۴۰۰ زره افغان ځوانان د بې‎کارۍ په ډله ورزیاتېږي چې دا یوه لویه ستونزه ده.

د دغې ټولنې مشر معروف قادري ازادي راډیو ته وویل چې په سلو کې ۴۰ افغانان د بې‎وزلۍ له کرښې ښکته ژوند کوي.

معروف قادري

دی وايي:

"په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱۵ میلیونه کسان اوسېږي، یو شمېر یې په دولت او ځیني یې په خصوصي سکټور کې په کار مصروف دي او متباقي یې بې‎کاره دي، دوه ډوله یو ښکاره او بله پټه بې‎کاري ده، پټه بې‎کاري هغه ده چې یو کس د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ اخلي، ځکه د دوی لومړنۍ اړتیاوې ورباندې نه‌پوره کېږي، نو د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي، دا د ټولو افغانانو ۴۰ فیصده جوړوي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د روغتیا، کار او کارګرانو کمېسیون په هېواد کې په زیاتې بې‎وزلۍ اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسیون غړی عبدالقادر قلاتوال له حکومته غواړي چې باید په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته کړي څو بې‎وزلي له‌منځه ولاړه شي.

عبدالقادر قلاتوال

قلاتوال زیاتوي:

"بې‎کاري او بې‎وزلي خپل اوج ته رسېدلې ده، طبیعي ده چې بې‎کاره ځوانان به د مخالفینو له لیکو سره یوځای کېږي، یا به په نشه روږدي کېږي او یا به په نورو فسادونو مبتلا کېږي چې دا خپله حکومت او د ټولنې په اوږو بار دی، حکومت ته لازمه ده چې د جذب قوه پياوړې کړي، څو بې‎کاره ځوانان په دندو وګماري او د بې‎وزلۍ کچه راټیټه شي."

د دغې جرګې بل غړی استاد محمد اکبري وايي، د حکومت له لوري د کار پیدا کولو لپاره سست اقدامات، په ادارو کې فساد، د بې‎کارۍ او بې‎وزلۍ عوامل شوي.

دی زیاتوي:

"د فساد پر ضد د حکومت هڅې ناکامې وې، فساد د بې‎کارۍ او بې‎کاري د بې‎وزلۍ لامل شوې ده."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په دولتي ادارو کې فساد مني، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت په دې برخه کې جدي هلې ځلې پیل کړي.

فیض‌الله ذکي وايي، د بې‎وزلۍ او بې‎کارۍ د له‎منځه وړلو لپاره د د دولت په چوکاټ کې ځوانانو ته د کار موندلو کمېټه جوړه شوې ده.

د کار ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله ذکي

ښاغلي ‌ذکي زیاته کړه:

"د دولت په چوکاټ کې ځوانانو ته د کار موندلو کمېټه جوړه شوې، خپله اجرائیه رئیس د دغې کمېټې مسؤلیت په غاړه اخیستی، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اړوندو وزارتونو سره د دغې کمېټې عملي کار پر مخ وړي."

ښاغلی ذکي زیاتوي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په کابل کې د کارموندنې ملي کنفرانس رابولي، څو د کار موندلو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره چمتو کړي او په هېواد کې بې‎وزلي له‌منځه یوړل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیدالرحمن عمران وايي، حکومت باید په هېواد کې د بې‎کارۍ او بې‎وزلۍ د له‎منځه وړلو لپاره کورنیو او بهرنیو پانګه‎والو ته د پانګې اچونې زمینې برابرې کړي.

دی وايي:

"څومره چې په یوه هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه زیاتېږي په طبیعي ډول د بې‎کارۍ او بې‎وزلۍ په له‎منځه وړلو کې مهم رول درلودلای شي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د حکومت رهبري په ځانګړې توګه ولسمشر او اجرائیه رئیس په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې د بې‎کارۍ کچه راټیټه کړي او د خلکو په ژوند کې ښه‎والی راشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG