د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

حکومت: افغانستان کې بې‌کاري ٦ سلنه ټيټه شوې


د دوشنبې ورځ يا د مې اوله د کارګر نړيواله ورځ ده، اوزګارتيا لا هم په افغانستان کې يوه عمده ټولنيزه ستونزه ګڼل کېږي.

د سرپل ولايت اوسېدونکى سيد حسين يو له هغو افغانانو دى چې دوه زره کېلومتره فاصله‌يې وهلې او د کار لپاره ګاونډي هېواد ايران ته تللى دى.

افغان ځوانان د کار نشتوالي له امله هېواد پرېږدي

حسين د ټیليفون له طريقه ازادي راډيو ته وويل، په افغانستان کې بې‌کارۍ او ناامنۍ مجبور کړ چې له خپل هېواد څخه ووځي.

دی زیاتوي:

"څرنګه چې مجبور وو، زموږ په سيمه کې جګړه وه، کارونه نه‌وو، مجبوره شوم، ايران ته راشم، کله چې کار نه‌وي، د خوړلو لپاره شى نه‌وي، مجبوره کېږې په کار پسې لاړ شې."

سيد حسين وايي ١٢ کاله کېږي په ايران کې کار کوي، اول په قم ښار کې و اوس د اصفهان په يوه ليرې پرته سيمه کې ژوند او هملته کار کوي.

د ده په خبره يوازې په دې سيمه کې شااوخوا ٣٠٠ افغانان ژوند کوي چې هغوى هم د کار په نيت هلته اړولې ده.

ایران کې یو افغان کاریګر.
ایران کې یو افغان کاریګر.

په ايران کې ډېرى افغانان په ساختماني او زراعتي چارو کې په کارونو بوخت دي.

له ٢٠١۵ میلادي کال راهيسې په زرګونه افغانانو د اسيا او اروپا په خطرناکو لارو غيرقانوني مهاجرت ته مخه کړې ده.

د امنيتي ګواښونو تر څنګ، بې‌کاري د افغانانو د مهاجرت بل دليل دى چې دوى يې اړ ايستي اروپا او ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

یو شمېر لوستي ځوانان له بې‌کارۍ شکایت کوي

د کابل دوو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل چې بې‌کاري لا هم په افغانستان کې عمده ستونزه ده.

افغان کاریګر.
افغان کاریګر.

دوی وايي:

"د بې‌کارۍ ستونزه تر حد زياته ده، په هره کورنۍ کې درې څلور ځوانان بې‌کاره دي، حتى تحصيل کړي او ډيپلوم لرونکي ځوانان هم، حکومت پام نه‌کوي او هغه کسان په کار ګماري چې يا قوي واسطه لري يا هم رشوت ورکړي."

"کار بېخي نه‌شته، څوک د کار لپاره ايران او ځيني نورو هېوادونو ته ځي، له دولت څخه غواړو چې موږ ته کارونه پيدا کړي."

بلخ کې ځوانان د کاري زمینې له نشتوالي شکایت کوي

بدخشان کې د ناامنیو یو لامل فقر او بې‌کاري ده

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه په دې باور ده چې په هېواد کې بې‌کاري په زياتېدو ده او حکومت د کاري فرصتونو د ايجاد لپاره پر خپلو ژمنو عمل نه‌دى کړى.

خو د افغانستان د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د اوزګارتيا اندازه ٦ سلنه کمه شوې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار او وياند عبدالفتاح احمدزي ازادي راډيو ته وويل:

"د ٢٠١٦ میلادي کال په وروستيو مياشتو کې او سږ ميلادي کال د بې‌کارۍ اندازه د تازه سروې له مخې چې د احصايې مرکزي ادارې ترسره کړې، شااوخوا ٦ سلنه کمه شوې ده، هېوادوالو ته به د کار زمينې لا پراخې شي."

دا چې په افغانستان کې تر دې مخکې کلونو کې ولې د بې‌کارۍ اندازه ناڅاپه لوړه شوه، ښاغلى احمدزى وايي:

"له ٢٠١۴ میلادي کال راهيسې زيات نړيوال دفترونه وتړل شول، زيات شمېر بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، بله دا چې په وروستيو کې تر يو میليون ډېر کسان خپل هېواد ته راستانه شول چې ورسره د بې‌کارۍ کچه ډېره لوړه شوه."

د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې حاضر دمه يو میليون او اته لکه افغانان مطلق اوزګار دي.

افغانستان کې حاضر دمه يو میليون او اته لکه افغانان مطلق اوزګار دي.
افغانستان کې حاضر دمه يو میليون او اته لکه افغانان مطلق اوزګار دي.

خو د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه بيا د اوزګارو افغانانو شمېر تر دې زيات ښيي.

د دې ټولنې رئيس معروف قادري له ازادي راډيو سره په خبرو کې حکومت په دې برخه کې په نه‌پاملرنې تورن کړ.

دی زیاتوي:

"په دې پروسو کې تر هغو چې څوک واسطه ونه‌لري، دوى د قانون او اصولو خلاف ورڅخه خپله ازموينه اخلي، په دې بهير کې نه د کار او ټولنيزو چارو وزارت، نه د اداري اصلاحاتو کمېسيون ګډون لري، دوى چې هره ورځ وغواړي، بې له دې چې د کار قانون په پام کې ونيسي په ځينو ادارو کې کسان اوزګاروي."

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه او څارونکي وايي، بې‌کاري او د کاري فرصتونو نه‌موجوديت سخت دريځو ډلو ته چانس په لاس ورکوي چې ځيني اوزګار ځوانان خپلو ليکو ته جلب کړي.

د دوى په خبره، بې‌کاري د ځينو نورو ټولنيزو ستونزو سبب شوې هم ده او له کبله‌يې ځيني ځوانانو نشو او نورو ناوړه کارونو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG