د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

بلخ کې ځوانان د کاري زمینې له نشتوالي شکایت کوي


په بلخ ځوانان د کاري زمینې له نشتوالي شکایت لري او د دې ولایت محلي چارواکي د ځوانانو د ژوندانه وضعیت ته په بې پامۍ تورنوي.

په مزارشریف کې یو شمېر ځوانان وايي، سر بېره پر دې چې زده کړې کړي او د لوړو زده کړو اسناد لري، خو له کلونو راپدېخوا ورته په دولتي ادارو کې د کار زمینه نه ده مساعد شوې.

دوی شکایت کوي چې بلخ ولایت کې د محلي حکومت له لوري خلک د واسطې او روابطو پر اساس دندې ترلاسه کوي او پر مهمو پستونو ګمارل کېږي.

څو تنه ځوانان یې په دې اړه داسې وايي:

"د تجارت او مدیریت په برخه کې مې د هندوستان په پونه پوهنتون کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړي دي، یو کال کېږي چې کار پسې ګرځم، د کار زمینه نه مساعد او اوس مې تصمیم نیولی چې ترکیې ته ولاړ شم او له هغه ځای څخه فرانسې ته، د سفر پیسې مې له یو خپلوان څخه قرض اخستي دي."

"زه د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو رشتې څخه فارغ التحصیل یم، پوره دوه کال کېږي چې بېکاره یم، زما کورنۍ اوس تصمیم نیولی دی چې زه به اروپا ته ستون شم او هلته ځان لپاره یو مناسب ژوند جوړ کړم."

"په بلخ ولایت کې مقررۍ د واسطې په وسیله او یا هم د سیاسي اړیکه له طریقه کېږي، ځوانانو ته د کار کولو فرصت نه دی مساعد شوی."

د بلخ د ولایتي شورا غړي هم ځوانانو ته په بلخ ولایت کې د کاري زمینې له نشتوالي خبرې کوي او وايي چې دولتي ادارو کې هغه کسان دندې تر لاسه کوي چې د محلي چارواکو سره شناخت ولري او یا هم سیاسي اړیکې ورسره وساتي.

د بلخ د ولایتي شورا یوه غړي ابراهیم خیر اندېش یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بدبختانه مقررۍ د واسطې او یا هم سیاسي روابطو له طریقه ترسره کېږي، په بلخ داسې کسان دولتي پوستونه خپلوي چې له چارواکو سره سیاسي ارتباطات ولري او یا هم پیسه دار کسان وي، اکثراً د یوه ګوند غړي دولتي پوستونه خپلوي."

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په ټولنه کې د ځوانانو لپاره د کار زمینې د نشتون په خاطر اندېښنه څرګندوي، د دې بنسټ چارواکي وايي چې په دولتي ادارو کې ځوانانو ته د کار زمینې د نه برابروالي په علت ډېر ځوانان اړ شوي چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي او د مزدورۍ لپاره بهر ولاړ شي.

په شمال زون کې د بشري حقونو کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع

سید محمود سامع
سید محمود سامع

یې په اړه وايي:

"یوه مسئله امنیت او بله یې بېکاري سبب شوې چې ځوانان وطن پرېږدي او ګاونډي او اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته مقررۍ د ضوابطو پر بنسټ ترسره کېږي او متسفانه په دولتي ادارو کې ځوانانو ته د کار کولو زمینه نه ده مساعد شوې."

په ورته وخت کې د بلخ والي ویاند منیر فرهاد تائیدوي چې په ټولیز ډول د کار زمینې نشتوالی ددې سبب شوی چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ځوانان بهر ته ولاړ شي.

خو نوموړی په دې ولایت کې د روابطو او سیاسي اړیکو پر بنسټ د مقررۍ موضوع ردوي.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

منیر فرهاد یې په اړه زیاته کړه:

"په بلخ کې مقررۍ د امتحان له اخیستلو وروسته ترسره کېږي، د بلخ د ولایتي شورا او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې ده چې په دولتي ادارو کې د مقررۍ پر پروسې نظارت ترسره کوي او کوم کسان چې پر دندو ګمارل کېږي د دویم ځل لپاره هم ترې امتحان اخیستل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د ترلاسه شویو معلومات پر بنسټ یوازې په تېرو دوو کلونو کې د ټول هېواد په سطح ۱.۵ میلیونه کسانو چې غوڅ اکثریت یې ځوانان برابروي د امنیت د نشتون او د کاري زمینې د نه مساعدېدو په دلیل اروپايي ممالکو ته ستانه شوي دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG