د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

بدخشان کې د ناامنیو یو لامل فقر او بې‌کاري ده


د بدخشان بې‌کاره ځوانان شکایت کوي چې په دې ولایت کې یو شمېر ځوانان د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو کبله دې ته اړ کېږي څو د وسله‌والو طالبانو بلنې ته غاړه کېږدي او د حکومت پر وړاندې ودرېږي.

دغه ځوانان خبرداری ورکوي، که چېرې د ملي یووالي حکومت د دوی لپارد سالمه مصروفیتونو زمینه برابره نه کړي، نو له کبله به یې د دې ولایت ډېرې وزګاره ځوانان د وسله والو مخالفانو لېکوته واوړي.

د نوموړي ولایت څو تنو بې‌کاره ځوانانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې خپلې ستونزې داسې بیان کړې:

د بدخشان بېکاره ځوانان
د بدخشان بېکاره ځوانان

"که چېرې دولت موږ ته د کار زمینه برابره کړي، نو موږ غرونو ته نه خېژو، د خلکو لاره نه نېسو، غلا نه کوو او انسانان نه وژنو، خو موږ د مجبوریت له مخې غرونو ته خېژو خلک وژنو او کچېرې له دولت سره د خلکو غم وای، موږ ته دې کار پیدا کړي څو د کار لارې د خپلو کوچینانو ته یوه ګوله حلاله روزې پیدا کړو."

"لس ورځې کېږي چې زه دلته د کار موندلو په خاطر راځم کار راته نه پیدا کېږي، ځکه ټول خلک بېکاره دی دلته کوم شرکت هم نشته چې موږ په‌کي کار وکړو زموږ یوازنې ستونزه بېکاري ده، اوږې تږي یو او په کور کې هم هیڅ شي نه لرو. "

د بدخشان مرکز د فیض اباد د نوې ښار په چوک کې هره ورځ په سلګونه ځوانان د کار موندلو په خاطر راغونډېږي او ټوله ورځ د کار په تمه وي، خو کم شمېر یې کار موندې او زیات شمېر وچه خوله او ناهېلې بېرته خپلو کورونو ته ستانه کېږي.

​په ورته وخت کې د بدخشان، سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت روان بحران او ناامنې ډېر اړخونه او لاملونه لري، خو یولامل یې د ځوانانونو بې‌کارۍ په ګوته کوي.

د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بېدار، د بېکاره ځوانانو د ستونزو په اړه ازادي راډيو سره په خبرو کې داسې وویل:

د بدخشان والي مرستیال ګل محمد بېدار
د بدخشان والي مرستیال ګل محمد بېدار

"ځوانان د یوې ټولنې عمده برخه جوړوي او وسله وال مخالفان هم هڅې کوي، څو د ناامنیو زیاتېدو په خاطر له بېکاره ځوانانو څخه ګټه واخلي او کوم ځوانان چې د ۱۸ او ۲۰ کلونو په شاوخوا کې عمر لري، نو وسله وال طالبانو هغوی خپلو لېکو ته جلب و جذب وي همدارنګه زموږ زیات شمېر ځوانان له ښوونځيو، له دارالمعلمینونو او پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي، خو اوس مهال بېکاره دي چې دا په خپله د امنیت پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده."

ښاغلی بېدار زیاتوي چې په‌ کار ده دولت زده کړو ځوانانو ته په دولتي ادارو او غیر دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي همدارنګه هغه شمېر ځوانان چې نالوستي دي هغوی ته هم په ملي پروژو کې همدارنګه له هېواد څخه بهر ورته د کار زمینه برابر کړي.

بدخشان د افغانستان په شمال ‌ختیځ زون کې یو غرنی او سمسور ولایت دی چې له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله لري.

د غیري رسمې ارقامو له مخې، دغه ولایت څه باندې یومیلیون نفوس لري چې ډېرې یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د بېکارۍ ستونزه په دې ولایت کې څه تازه خبره نه ده، له پخوا وختونو راهیسې د بېکارۍ کرغېړنې څېرې د دغه ولایت پر فضا باندې خپل سېوری غوړولی و او د بدخشان ډېرې وزګاره خلک د کار کولو لپار د دې ولایت ګاونډیو ولایتونو همدارنګه ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته ځي.

د کار پوهان د خبرو پربنسټ چې بدخشان ډېرې طبیعي زېرمې لري لکه په‌کې د لعلو، لاجوردو همداسې نور کانونه موجود دي او کچېرې دغه کانونه په قانونې ډول وکېندل شي له کبله به یې نه یوازې د بدخشان بې‌کاره ځوانانو ته د هېواد زیات شمېر وزګاره ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG