د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

یو شمېر لوستي ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي


د افغانستان د پوهنتونونو یوشمېر فارغان، په هېواد کې د کارله نشتوالي شکایت کوي.

د پوهنتونونو دغه فارغان وايي، که د کار زمینې ورته برابرې نه شي، ډېری به هېواد پریږدي او یا به، مخدره موادو ته مخه کړي.

د دوی په خبره په داسې حال کې چې زرګونه ځوانان د پوهنتونونو له بېلابېلو څانګو څخه په ښو درجو فارغ شوي، خو په یوې دولتي اداره کې هم ورته کار نه موندل کېږي.

د کابل پوهنتون دوو تنو فارغانو حیمدالله مموزي او محمد امین ازادي راډیو ته وویل چې په دولتي ادارو کې ځوانانو ته د پېژندګلوۍ او واسطې له لارې کار ورکول کېږي نه د پوهې او مسلکي وړتیا له مخې.

دوی زیاته کړه:

"اوس یوازینی تشویش چې ما ځوروي، هغه بېکاري ده، ما ډېره هڅه وکړه په مختلفو وزارتونو وګرځېدم غوښتنلیکونه مې ورکړي، خو یو وزارت هم امتحان ته ونه غوښتم، زه تشویش لرم چې یو کال به نور هم پر کور کېنم، زه همدا اوس مزدوري کوم، په دوه نیم سوه افغانیو کار کوم دولت موږ ته هېڅ کار نه راکوي."

دغه ځوانان وايي، کله چې د کارموندنې لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوي، کاري تجربه یې پوښتي، حال دا چې دوی کاري تجربه نه لري.

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۵ لمریزکال کې ۳۰۹۷۲ ځوانان د دولتي پوهنتونونو له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شوي دي.

د دې وزارت ویاند فیصل امین ازادي راډیو ته وویل، په هېواد کې د پوهنتونونو د فارغانو د جلب او جذب په برخه کې ستونزې شته، خو ټول وزارتونه باید دوی ته د کار موندنې په برخه کې هڅې وکړي:

فیصل امین
فیصل امین

"په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې د کادرونو د جلب او جذب ستونزه شته خو دا ستونزه د وزارتونو او نورو دولتي ادارو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري ترڅو ټول دې برخې ته پام وکړي او د فارغ شویو محصلینو د جذب لپاره پالیسي جوړه کړي، دا موضوع د لوړو زده کړو وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ده."

کومې شمېرې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د وزګارو په اړه وړاندې شوي ښيي چې دمګړۍ په هېواد کې ۱،۹ میلیونه کسان په بشپړه توګه وزګاردي او ۱،۴ میلیونه وقفه یې کارونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هره ورځ د هېواد په سلګونو ځوانان د کار موندنې په مقصد ایران، پاکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي چې ډېری يې په لارو کې مړه کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ځوانانو او په تېره د پوهنتونونو فارغانوته د کارونو موندل، د دې وزارت په لومړیتوبونو کې دي.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغېږي، دا موږ ته معیار نه ده چې د پوهنتونو فارغان دي که ماسټران دي که دوکتورا ولري، یاهغه کسان چې بې سواده دي، ټول د ټولنې غړي دي او په یو هېواد کې اوسېږي، د ټولو لپاره هڅې روانې دي، دا لوی پروګرامونه دولت ترتیب کړي او بېکاري یې کمه کړې، نوربه هم کمه شي."

د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت دې ځوانانو او په تېره د پوهنتونونو فارغانو ته، د کار زمینې برابرې کړي او که نه نو، له هېواده به د ځوانانو وتل زیات او پرحکومت به بې باوره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG