د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

افغان ځوانان د کار نشتوالي له امله هېواد پرېږدي


يو شمېر افغان ځوانان وايي، د بېکارۍ او نا امنۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

بې کاري، کمزوری اقتصاد، د نا امنیو زیاتوالی او يو شمېر نور موارد هغه څه دي چې ډېری ځوانان يې بهر تګ ته اړ کړي دي.

يو شمېر هغه ځوانان چې د پاسپورټ ریاست ته د پاسپورټونو د اخېستو لپاره ورغلي و وايي، سره له دې چې دوی اسناد په لاس لري، خو په یوې اداره کې ورته هم کار نه دی پیدا شوی.

ځوانان: په هېواد کې بېکاري ده، ځکه د کار لپاره ځو.
ځوانان: په هېواد کې بېکاري ده، ځکه د کار لپاره ځو.

مقیم او عنایت الله چې لوړې زده‌کړې يې پای ته رسولي ازادي راډيو وویل:

"زه له دې امله له هېواده بهر ته ځم چې له پولي تخنیک څخه اول نومره فارغ شوی یم، خو له بده مرغه چې په هېواد کې کار نشته او هر دفتر ته چې اسناد وړم وايي، کار نشته، دلته راغلی یم ترڅو پاسپورټ واخلم او بهر ته لاړ شم، موږ د کار لپاره ځو، زما له نظره ۶۰ سلنه ځوانان د کار لپاره راغلي چې پاسپورټ واخلي او اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، دوی ایران، ترکیې او یا هم اروپايي هېوادونو ته ځي."

دوی وايي چې د ځوانانو د تګ د مخنیوي یوازینې لاره په هېواد کې د امنیت ټینګښت او د کاري فرصتونو برابرول دي او حکومت باید دې برخې ته جدي پام وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر عریضه لیکونکي چې د پاسپورټ ریاست مخې ته کار کوي وايي چې هره ورځ لسګونه ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د تک په هدف ورځي او د پاسپورټ لپاره عریضه لیکي.

یوه تن عریضه لیکونکي مشتاق وویل:

"د تېر په پرتله اوس بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تک زیات شوی، موږ هره ورځ کابو ۳۰ تر ۴۰ عریضې لیکو خو پخوا به مو لس عریضې هم نه لیکلې، دا موضوع ښایي چې له هېواده بهرنیو ملکونو ته د افغانانو تک زیات شوی چې ډېره برخه يې ځوانان دي."

سربېره پر دې یو شمېر افغان ځوانان په غیر قانوني توګه هم اروپايي هېوادونو ته ځي.

ویل کېږي چې دغه سفرونه له ډول ډول خطرونو سره مخ دي او سلګونه افغان ځوانان اروپايي هېوادونو ته د غیر قانوني سفرونو پر مهال مړه شوي دي او ډېری یې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په هدف، د یونان او مقدونیې په سرحدونو کې په ډېر بد وضعیت کې شپې سبا کوي.

د یونان او ترکیې ترمنځ اوبو کې ۵ افغانان ډوب شوي

د یونان ټاپوګانو کې د بند پاتې افغان کډوالو برخلیک به څه وي؟

د ځوانانو ستونزې مو له حکومتي چارواکو سره شریکې کړې.

چارواکي وايي، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول د حکومت په لومړيتوبونو کې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل:

میثم: حکومت کوښښ کوي ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
میثم: حکومت کوښښ کوي ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

"ښاري میثاق پروګرام په ټول افغانستان کې په درېیو پړاوونو کې ۳۶ زره کلي په پوښښ کې نيسي چې دغه پروسه کولای شي ځوانانو لپاره د دندو دایمي او موقتي فرصتونه برابر کړي عملاً په دغه پروسې کار روان دی او حکومت کوښښ کوي چې زیاتره له دې څخه ځوانانو ته د دندو فرصتونه برابر کړي."

له بلې خوا ځينې کارپوهان وایي، ځوان نسل د هېواد کاري قوت دی او کله چې ځوانان نه وي نو کاري ظرفیتونه او فکرونه له هېواده تښتي او د هېواد پر اقتصادي او سیاسي وضعیت ناوړه اغېز کوي.

سیاسي کارپوه یونس فکور ټینګار کوي چې حکومت دې ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي او که نه نو، پر حکومت به د ځوانان باور راکم، له هېواده به نور ځوانان هم ووځي او دا کار به ښې پایلې ونه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG