د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

یو شمېر سناتوران: یونان کې دې د افغان مهاجرینو موضوع جدي وڅېړل شي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په یونان کې د افغان مهاجرو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي له بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي چې په یونان کې د افغان مهاجرو ستونزې وڅېړي او د هواري لپاره یې د نوموړي هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې.

د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، یو شمېر افغان مهاجرو په یونان کې د یویې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په خاطر فحشا او بد اخلاقۍ ته مخه کړې ده.

د مشرانو جرګې غړي اصف صدیقي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر باید په یونان کې د افغان مهاجرو د ستونزو د هواري په برخه کې جدي اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"اړیکې چې نیول شوي افغان مهاجر په یونان کې په بد وضعیت کې ژوند کوي او دوی ځینو هغو مسایلو ته مخه کړې چې حتې موږ ته یې یادول هم د شرم وړ دي، زموږ لپاره دا ننګ دی چې دې مسایلو ته اشاره وکړو خو هغوي دا ټول د مجبوریت له مخې کوي، د بهرنیو چارو له وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د یونان سفیر احضار کړي او دغه مسئله په جدي توګه وڅېړي."

ښاغلی صدیقي وايي، که افغان حکومت په یونان کې د مهاجرو ستونزې نه شي حل کولای نو حد اقل بېرته هېواد د هغوی د راستنېدو زمینه خو دې برابره کړي.

یونان کې یو شمېر غیر قانوني افغان مهاجرین.
یونان کې یو شمېر غیر قانوني افغان مهاجرین.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې هم په یونان کې د افغان مهاجرو د بد وضعیت په اړه یو شمېر راپورونه خپاره شوي وو.

بلغاریا کې افغان پناه غوښتونکي: «ارمنلي» کمپ د یوه زندان په څېر دی

د یونان ټاپوګانو کې د بند پاتې افغان کډوالو برخلیک به څه وي؟

سویډن کې ۵ افغان پناه غوښتونکي د جنسي تېري په تور نیول شوي

د راپورونو له مخې په یونان کې اکثره افغان مهاجر خوراک او پوښاک او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

اتریش او یونان هغه هېوادونه دي چې اکثره پناه غوښتونکې غواړي له همدې هېوادونو څخه ځان نورو اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

تیره اوونۍ د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار هم په یونان کې د افغان مهاجرو ستونزې د اندېښنې وړ بللې وې او ویلي وو چې د بهرنیو چارو وزارت باید په دې برخه کې اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ژر به یو افغاني پلاوی په یونان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري په هدف نوموړي هېواد ته سفر وکړي.

مستغني: ډېر ژر به د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري په هدف نوموړي هېواد ته یو پلاوی سفر وکړي.
مستغني: ډېر ژر به د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري په هدف نوموړي هېواد ته یو پلاوی سفر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت له یونان څخه غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د افغان دولت د پلاوي له ورتګ سره موافقه وکړي څو پلاوی هغه هېواد ته ولاړ شي او د مهاجرو ستونزو ته رسیدنه وکړي او په ورته وخت کې په یونان کې د افغانستان د سفارت د جوړېدو تدارکاتي چارې هم بشپړې کړي، یونان د افغان پلاوي د ورتګ په برخه کې هوکړه کړې او ډېر ژر به پلاوی هغه هېواد ته سفر وکړي."

نا امني، بېکاري، اقتصادي ستونزې او د کاري فرصتونو نشتوالی هغه لاملونه دي چې د مشرانو جرګې د ځینو غړو په خبره اکثره افغانان یې غیري قانوني مهاجرتونو ته اړ کړي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG