د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

یوه افغان پناه غوښتونکي د یوې جرمنۍ نجلۍ پر وژلو اعتراف وکړ


يوه افغان پناه غوښتونکي منلې ده چې د اروپايي اتحاديې د يوه لوړپوړي چارواکي پر لور يې جنسي تېری کړی او وروسته وژلې ده.

نولس کلنه «ماریا لادن برګر» چې د طب محصله وه، د اکټوبر په شپاړلسمه د جرمني په فرايبورګ ښار کې د محصلينو له يوې مېلمستيا له راوتلو وروسته د جنسي تېري قرباني او ووژل شوه.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې قضیه کې اوولس کلن مشکوک کس به راتلونکی کال محاکمه شي.

نیول شوی کس راتلونکی کال محاکمه کېږي.
نیول شوی کس راتلونکی کال محاکمه کېږي.

د راپورونو له مخې، لادن برګر د پوهنتون محصله وه او د پناه غوښتونکو لپاره په يوه کمپ کې يې په رضاکاره توګه مرستې کولې.

د دې مړی په درایسم سیند کې موندل شوی دی.

د ټلېګراف ورځپاڼې په وينا، د پلټنو لپاره څلوېښت کسيز پلټونکی ټيم جوړ شوی وو.

پلټونکو د پېښې په سیمه کې د ماریا لادن برګر د غاړې تور دسمال او يو اووه انچه اوږد وېښته موندلی وو.

دا وېښته په اصل کې تور وو خو وروسته ژړ رنګ شوی وو.

دوی له دغو دواړو شیانو څخه د «ډي. اېن. اې» نمونې واخيستلې او څو ورځې وروسته‌یې د اورګاډي له یوه تم‌ځای څخه د مخفي کمرې ځینې وېډيوګانې تر لاسه کړې چې په‌کې یو پناه غوښتونکی له همداسې ويښتانو سره ښکاروي چې خپل ويښتان‌يې تور دي او بیا یې ژړ رنګ ورکړی دی.

پولیسو دغه کس نیولی او د جرمني د «بيلد» ورځپاڼې په وينا، د موندل شوي وېښته او دغه کس «ډي. اېن. اې» سره ورته‌والی لري.

دغه افغان پناه غوښتونکي خپل جرم منلی دی چې لومړی يې پر ماریا جنسي تېری وکړ او بیا یې ووژله.

د ماریا دغه وژونکی چې نوم‌یې نه‌دی افشا شوی او ويل کېږي افغان دی، له يوې جرمنۍ کورنۍ سره د هغوی په کور کې اوسېده، خو راپورونه وايي چې ده هلته داسې کوم مشکوک کار نه‌و کړی.

ويل کېږي دغه افغان سړی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې جرمني ته په غير قانوني توګه تللی وو او پوليس پلټنې کوي چې ايا ماریا خپل قاتل پېژنده که نه؟

د ماريا مور او پلار د دې په اړه يو بيان خپور کړی دی.

په دې بيان کې دوی وايي:

"نولس کلنه ماريا زموږ د کورنۍ لپاره د لمر څرک په څېر وه او دا به تل زموږ لپاره د يوه لمر څرک په څېر وي، موږ له خدای څخه شکر کوو چې موږ ته‌يې داسې ډالۍ راکړې وه او موږ ته‌يې فرصت راکړی وو چې دا زموږ اولاد شي، موږ اطمینان لرو چې دا اوس له خدای سره خوندي ده."

په جرمني کې د صدراعظمې انګېلا مېرکل د هغې پرېکړې پر ضد سخت غبرګونونه راپارېدلي چې د پناه غوښتونکو پر مخ‌يې د خپل هېواد ورونه پرانيستل.

انګېلا مېرکل
انګېلا مېرکل

انګېلا مېرکل د پرانيستو دروازو پالېسي هغه وخت غوره کړه چې د سوريې جګړې میليونونه کسان بې‌ځايه کړل.

په جولای مياشت کې هم يوه اوولس کلن افغان پناه غوښتونکي د جرمني په جنوب کې په اورګاډي کې پر مسافرو حمله وکړه او درې کسان‌يې سخت ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG