د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

بلغاریا کې افغان پناه غوښتونکي: «ارمنلي» کمپ د یوه زندان په څېر دی


د بلغاریا په ارمنلي کمپ کې افغان پناه غوښتونکي دا کمپ له زندان سره ورته بولي.

دا پناه غوښتونکي وايي ډېرې ستونزې لري چې له امله یې سخت ځوریږي او که هوارې نه شي په غذايي اعتصاب لاس پورې کوي.

یوه ځوانه افغان نجلۍ ایدا خاموش وايي ارمنلي کمپ ورته په یوه زندان بدل شوی.

اتلس کلنه پیغله خاموش له دریو میاشتو راهیسې په ارمنلي کمپ کې په اروپا کې د قبلېدو په امید شپې سبا کوي.

هغه وايي، د کمپ دروازې تړلې دي او د بلغاریايي پولیسو په ورتګ سره دا ځای لا نور هم په دې او نورو پناه غوښتونکو تنګ شي او ځوریږي:

"درمل نشته، که څوک ناروغه شي دباندې تګ ته اجازه نه لري چې درمل واخلي، له بانکه پیسې نه شو اخیستلی ځکه چې په کمپ کې یو، ماشومان شکبره کېږي او وايي چې موږ څه ګناه کړې ده؟ د پولیسو ناڅاپي او بې خبره راتګ کوم کسان په ناروغانو او امیندوارو ښځو ډېر منفي تاثیر کوي."

ایدا او د کورنۍ پنځو غړیو یې د ډېرو سختیو په ګاللو سره د افغانستان له مزارشریف نه اروپا ته رسېدلي دي.

د ارمنلي کمپ ناسم وضعیت نه یوازې ایدا بلکې لسګونه نور پناه غوښتونکي یې هم سخت اندېښمن کړي دي.

اشنا شریفي یوه بله افغان پناه غوښتونکې ده چې پنځه میاشتې مخکې ارمنلي ته رسېدلې ده.

شریفي: دلته اصلاً هېڅ مرسته نه کېږي.
شریفي: دلته اصلاً هېڅ مرسته نه کېږي.

هغه وايي، تمه یې نه درلوده اروپا ته د رسېدو لپاره د ۳۵ زره یورو په مصرف سره سره له دومره ناوړه حالت سره مخ شي:

"دلته اصلاً هېڅ مرسته نه کېږي، نه کالي نه هم بل څه، د خوړو لپاره هېڅ هم نشته، که موږ یو ځل بیا افغانستان ته واستول شو د افغانستان حالت خو واقعاً خرابه دی، موږ هر څه له لاسه ورکړي بې برخلیکه پاتې یو، له چارواکو مو دا غوښتنه ده چې زموږ په اړه پرېکړه وکړي تر څو به د یوه زنداني په څېر پاتې کېږو؟ ګناه مو څه ده، د دې لپاره چې په وطن مو جګړه روانه ده او ترې راتښتیدلي یو؟"

د پناه غوښتونکي د احتمالي ایستلو علت څه دی؟

د بلغاریا چارواکو ویلي د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پرېکړه یې وروسته له هغه وکړه چې د ارمنلي کمپ د دروازې د تړلو په غبرګون هغوی د مظاهرې پر مهال د بلغاریې ملي بیرغ سوځولی او له پولیسو سره یې شخړه کړې ده.

د ارمنلي کمپ دروازه وروسته له هغه وتړل شوه چې د ارمنلي ښارګوټي اوسیدونکو شکایت وکړ چې د پناه غوښتونکو تر منځ ځینې کسان جلدي ناروغي لري.

د بلغاریې صدراعظم بویکو بوریسوف د نومبر په پنځه ویشتمه وویل افغان او پاکستاني پناه غوښتونکو چې اکثر یې افغانان و سوریايي پناه غوښتونکي اړ ایستل چې ورسره مظاهرې ته ودرېږي او بیا له پولیسو سره په نښته کې شول چې څو پولیس او مظاهره چیان ژوبل شول.

ځینې افغانان بیا وايي، بې ګناه افغان پناه غوښتونکې باید ونه ایستل شي.

کریمي: بې ګناه خلک باید ونه ایستل شي.
کریمي: بې ګناه خلک باید ونه ایستل شي.

شپږ ویشت کلن احمدرشاد کریمي چې په خبره یې په افغانستان کې د پوهنتون استاد و اته میاشتې دمخه له خپلې مېرمن سره ارمنلي ته رسېدلی او ټينګار کوي چې پېښې باید وڅېړل شي او بې ګناه خلک دې ونه ایستل شي:

"وايي چې په بلغاریا کې ټول مېشته افغانان باسي، پېښې باید وڅېړل شي، موږ له خپلو کورنیو سره راغلي یو، په مظاهرو کې مو هم برخه نه ده اخیستې، هېڅ ګناه نه لرو، له دلیل پرته ولې باید وایستل شو؟"

د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر تېره سې شنبه وویل شااوخوا درې سوه افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه وطن د ستنېدو لپاره غوښتنلیک ورکړی دی او اوس دا شمېر پنځه سوو ته رسیدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس له مخې د ارمنلي په کمپ کې شااوخوا درې زره پناه غوښتونکي دې چې د افغانانو دقیق شمېر پکې نه دی معلوم.

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت له سلاکار حفیظ احمد میاخیل نه مو وپوښتل چې په بلغاریا کې د افغان پناه غوښتونکو له حاله خبر دی که څنګه؟

میاخېل:موږ خبر نه لرو چې څومره افغانان هلته دي او په کوم وضعیت کې دي؟
میاخېل:موږ خبر نه لرو چې څومره افغانان هلته دي او په کوم وضعیت کې دي؟

"د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په بلغاریا کې کوم استازی نه لري، موږ خبر نه لرو چې څومره افغانان هلته دي او په کوم وضعیت کې دي؟ له کوربه هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونو په اساس دې د پناه غوښتونکو بشري حقونو ته درناوی ولري."

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې دوه نیم لکه افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې او سږ کال تر اوسه څه باندې پنځوس زره کسانو غوښتنلیکونه کړي دي.

اخوا په بلغاریا کې ځینې افغان پناه غوښتونکي خبرداری ورکوي که یې حقونه تامین نه شي غذايي اعتصاب به وکړي.

کډوال: که مو حقونه تامین نشي غذايي اعتصاب به وکړو.
کډوال: که مو حقونه تامین نشي غذايي اعتصاب به وکړو.

یو افغان پناه غوښتونکی چې ځان رسولي معرفي کوي ازادي راډيو ته وویل چې له دوو ماشومانو سره یې په ارمنلي کمپ کې اوسېږي.

"چارواکو ته مو خبرداری دا دی چې که زموږ ستونزو ته رسیدګي ونه شي کېدای شي غذایي اعتصاب وکړو."

د افغان پناه غوښتونکو دا خبرداری او د هغوی ستونزې مو د بهرنیو چارو وزارت ته وویلې.

ازاد: موږ په دې اړه اندېښنه لرو.
ازاد: موږ په دې اړه اندېښنه لرو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد په دې اړه وویل:

"موږ په دې اړه اندېښنه لرو چې دا پېښې د پولیسو او پناه غوښتونکو تر منځ نښتې له ټولو افغان پناه غوښتونکو سره د یو ډول چلند پلمه ونه ګرځي، زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان د اتباعو حقوق تر پښو لاندې نه شي."

ښاغلي ازاد دا هم وویل چې ځینې افغان پناه غوښتونکي له پولیسو سره تر شخړې وروسته نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته استول شوي دي.

دا پناه غوښتونکي اوس دوه انتخابه لري یا باید په بلغاریا کې پناه وغواړي یا هم بېرته خپل وطن ته ستانه شي.

خو ډېر یې نه بلغاریا غواړي نه وطن.

ډېری پناه غوښتونکي نه بلغاریا غواړي نه وطن.
ډېری پناه غوښتونکي نه بلغاریا غواړي نه وطن.

دوی وايي چې غواړي د اروپا نورو هېوادونو جرمني، فرانسې یا بلجیم ته ورشي خو داسې ښکاري چې دا غوښتنه یې ډېره د منلو نه ده.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون یوه غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل:

"د کډوالۍ د نړیوال کنوانسیون په اساس نورو هېوادونو ته د هغوی د اوښتو په ستونزه کې موږ څه نه شو کولای که افغان پناه غوښتونکي په بلغاریا کې پاتې کېږي نو بیا دا هېواد اړ دی چې ترې کوربه توب وکړي."

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG