د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

چارواکي: ارزګان کې د کار نشتوالي پر امنیت منفي اغېز کړی


د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې ۶۰سلنه ځوانان بېکاره دي او په وینا يې چې یادې چارې پر امنیت هم منفي اغېز کړی دی.

یاد مسؤلین وايي، وروستیو جګړو په دغه ولایت کې د بېکارۍ کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ارزګان ولایت کې یوازې ۴۰ سلنه ځوانان په بېلابېلو کارونو بوخت دي چې لویه برخه کې کرنه او مالداري ده، خو ۶۰ سلنه نور ځوانان د کار په لټه کې دي.

نوموړی وايي چې بېکاري پر امنیت هم منفي اغېز کړی ځکه په وینا يې چې بېکاره کسان د مخالفینو لیکو ته ځي او یا هم په نشه يي توکو اخته کېږي.

د ارزګان د کارو او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم
د ارزګان د کارو او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم

فضل الرحیم زیاته کړه:

"د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه اقتصاد پر کرنې باندې ولاړ دی اوبه نشته، نوځکه په دغه ولایت کې بېکاري ډېره ده، دولت په ارزګان ولایت کې د ځوانانو لپاره د کار موندنې په برخه کې هېڅ هم نه دي کړي.​"

نوموړي زیاته کړه چې دولت باید په دغه ولایت کې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د اوبو بندونه جوړ کړي تر څو شاړې ځمکي ابادي شي او ځوانان په کار وګمارل شي او همداراز اوږد مهاله پروژې ورته په کار واچول شي.

بې روزګاره کسان هم د بېکارۍ له رنجه دردېږي او وايي، له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کې دي، خو د ورځې په تېرېدو سره نا امیده د کور په لورې ځي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي ترڅو د خپلو بچیانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیداکړي.

ځوانان: حکومت باید موږ ته کار پیدا کړي.
ځوانان: حکومت باید موږ ته کار پیدا کړي.

یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

​"دلته راغلي یم چې کار پیداکړم،خو نن مي لسمه ده چې د سلو افغانیو کار مې هم نه دی پیداکړی، ځکه دلته راځم بل کارنشته بچیان مي ډوډۍ راڅخه غواړي.

نن مې اتمه ده چې بېکاره ګرځم، زه اوس مجبوریم چې بېرته کورته ولاړشم ځکه چې کارنشته."

له دې سره په ارزګان ولایت کې د ګوتو په شمېر هغه ځوانان او ښځې چې د افغانستان د بیا ودانولو او ټولنیزو خدمتونو مؤسسې له لورې ورته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ډېرخوشحاله دي او وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د موټر جوړونې او لاسي صنایعو په برخه کې په زده کړو بوخت دي چې په وینا يې تر فراغت وروسته به دوی وکولای شي چې له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"خیاطي کوم، زه د خپل کارڅخه ډېره خوشحاله یم، مخکې مې خیاطي نه وه زده اوس مې دلته زده کړې ده."

"دلته د موټرو ترمیم زده کوم، اوس مې ډېر کار زده کړی دی، موږ له دولت څخه ډېر خوشحال یو چې موږ ته یې د زده کړې پروګرامونه په لار اچولي دي.​"

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري ۱۵۰ تنه ځوانانو ته په ۶ برخو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې وه چې د مسؤلینو په وینا تر ۴ میاشتو وروسته د نا امنیو له امله تر دې مهاله نیمګړي پاته ده.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG