د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

باقيزوی: د ارزګان امنیت ټينګښت ته نوي پلانونه لرو


په جنوب کې د پولیسو د ۴۰۴ میوند زون مسؤلین وايي، په ارزګان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د وضیعت ارزونه کوي او د مخالیفینو د ځپلو لپاره پر نوو لارو چارو غور کوي.

د چهارشنبې په ورځ د ۴۰۴ میوند زون قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقيزوی چې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان تورنجنرال داود شاه وفادار او یو شمېر نورو امنیتي چارواکو سره ارزګان ولایت ته تللي وو ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت ته يې د سفر هدف د امنیتي ځواکونو وضعیت له نږدې ارزول و او د امنیت د ټينګښت لپاره به په دغه ولایت کې له قومي مشرانو سره هم وګوري.

نوموړي داهم وویل چې د ژمې په موسم کې دوی دلویو عملیاتو پلانونه لري تر څو مخالیفین وځپي او امنیتي ساحي پراخې کړي.

باقیزوی: موږ غواړو امنیتي ساحې نورې هم پراخې کړو.
باقیزوی: موږ غواړو امنیتي ساحې نورې هم پراخې کړو.

باقيزوی زیاته کړه:

"زه نن ارزګان ته د دې لپاره راغلی یم چې دلته له قومي مشرانو سره وګورم او پر دې خبرې وکړو چې څنګه د ولسونو په مرسته د دغه ولایت امنیت ښه کړو، خو موږ پلانونه لرو چې د ارزګان ټولې سیمې له مخالیفینو پاکې کړو، موږ د ولسوالیو لارې هم ډېر ژر خلاصوو، موږ پردې هم کار کوو چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې اصلاحات راولو."

باقيزوی له ولسونو هم وغوښتل چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټنګښت کې مرسته وکړي.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه پیل شوې چې د مسؤلینو په وینا وسله وال مخالیفین په دې توانېدلي چې د ترینکوټ او ولسوالیو مرکزونو ته ځانونه نږدې کړي.

ولایتي شورا: د ارزګان شپږ ولسوالۍ وسله والو طالبانو محاصره کړي

په ورته وخت د ارزګان ولایتي شورا د دغه ولایت د امنیي وضعیت په اړه اندېښنه لري او وايي چې باید امنیتي ځواکونه جدي اقدامات وکړي.

د ولایتي شورا یوه غړي محمد قسیم حیدري ازادي راډيو ته وویل چې په ارزګان ولایت کې امنیتي ځواکونه په خپل کې منځ پوره همږغي نه لري ځکه نو د دوی عملیات تر ډېره بریالي نه وي.

حیدري زیاته کړه:

"زموږ د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت ښه نه دی، ځکه چې اوس خو ژمی دی او طالبان جګړه نه کوي یوازې دفاع کوي، که هوا ګرمه شي، موږ دا وایو چې امنیت به تر پخوا هم خراب شي، امنیتي ځواکونه دې په اوس موسم کې مخالفین مات کړي او ټولې سیمې دې ونیسي او د پولیسو تشکیل هم باید زیات شي."

حیدري: د پولیسو شمېر باید زیات شي.
حیدري: د پولیسو شمېر باید زیات شي.

حیدري زیاته کړه چې د ارزګان ولایت د ټولو ولسوالیو لارې هم بندي دي او باید د هغوی د خلاصولو لپاره هم پر جدي اقداماتو غور وشي.

له دې سره د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د ښه امنیت غوښته کوي او له امنیتي ځواکونو سره د هرراز همکارۍ ژمنه کوي.

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زه غواړم چې زموږ سیمه له طالبانو پاکه شي تر څو زه بېرته خپل کلي ته کډه شم، موږ اوس مهاجر یو له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو.

"حکومت باید اوس لاس په کار شي ځکه د ارزګان ولایت خلک نور له جګړې څخه ستړي شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ د برخې معین له یو شمېر امریکايي جنرالانو سره د ارزګان د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف دغه ولایت ته ورغلي وو، خو د خلکو په وینا چې کومه خاصه پایله يې له ځان سره نه ده لرلې.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG