د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

ولایتي شورا: د ارزګان پر ۹۰ سلنې برخې طالبان کنټرول لري


د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین وايي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت اوس هم له ګواښ سره مخ دی او امنیتي ځواکونو هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې څه باندې درې میاشتې پوره شوې چې افغان امنیتي ځواکونه یوازې د ترینکوټ او ولسوالیو پر مرکزونو حاکمیت لري او شاوخوا سیمې ټولې د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې دي.

نوموړی وايي چې د ارزګان ولایت د شپږو ولسوالیو لارې اوس هم له مرکز ترینکوټ سره د ترافیکو پر مخ تړلي دي او افغان امنیتي ځواکونو کوم د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی.

بارکزی وايي چې د ارزګان ولایت خلک په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي او باید امنیت‌يې خوندي شي.

بارکزی: د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه ځمکه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.
بارکزی: د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه ځمکه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته په درې کېلومټرۍ کې اوس هم وسله‌وال طالبان شتون لري، نو زه وايم چې د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه ځمکه د وسله‌والو طالبانو په لاس کې ده، موږ له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ارزګان امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي."

له دې سره د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي له دولت څخه په خپلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو غوښتنه کوي او وايي چې له تېرو درېيو میاشتو راهیسي يې سیمې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او له خپلو کورونو څخه بې‌ځايه شوي دي.

دوی وايي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی او باید عملیات په چټکۍ سره پر مخ یوسي تر څو بېرته د وسله‌والو تر کنټرول لاندې سیمې تصفیه شي.

د ارزګان اوسېدونکي: د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې باید عملیات وشي.
د ارزګان اوسېدونکي: د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې باید عملیات وشي.

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زموږ په سیمه کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسي جګړه روانه ده، زموږ په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی.

زموږ په سیمه کي افغان امنیتي ځواکونو هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی، زموږ له دولت څخه غوښتنه دا ده چې زموږ په سیمه کې عملیات وکړي."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د ولایتي شورا د مسؤلینو دا خبرې ردوي او وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې يې وسله‌وال طالبان سخت ځپلي او امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی.

نوموړی وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند تالاني سیمه کې افغان ګډو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې ۱۸ وسله‌والو طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

سرحدي: امنیتي ځواکونه پر ګڼو سیمو کنټرول لري.
سرحدي: امنیتي ځواکونه پر ګڼو سیمو کنټرول لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولایتي شورا نظر ته موږ احترام لرو، زه چې کله ارزګان ولایت ته راغلم نو صرف د امنیه قوماندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې وه خو اوس زموږ افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی."

سرحدي وايي چې د تېرو دوو ورځو د عملیاتو پر مهال‌يې د تالانې ځیني سمې هم د وسله‌والو طالبانو څخه نیولي دي.

د ده په خبره چې عملیات اوس هم په یاده سیمه کې روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي موسم په رارسېدو سره دفاع وزارت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف «شفق۲ » عملیات هم پیل کړي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG