د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

ولایتي شورا: د ارزګان ۶ ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو محاصره کړي


د ارزگان ولایت چارواکي وایي، د دغه ولایت شپږ ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو محاصره کړي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‌زي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د محاصره شویو ولسوالیو لارې هم د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې وسله‌والو طالبانو په مرکز ترینکوټ او یادو ولسوالیو کې خپلو حملو ته زور ورکړی چې خلک‌یې سخت اندېښمن کړي.

خادم‌زي د یادو ولسوالیو په اړه وویل:

"چهارچینې، ګېزاب، شهید حساس، دهراوود، چوره ،چنارتو او خاص ارزګان د اټولې ولسوالۍ محاصره دي او د ټولو لارې بندې دي."

ښاغلی خادم‌زی وايي، مرکزي حکومت د ارزګان د خلګو سره کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

په ورته وخت کي د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالمعروف کمکي بیا دا خبرې ردوي او وایي چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ کې یې عملیات پیل کړي دي.

کمکي وايي، یوازي د ګېزاب ولسوالۍ تېره شپه د وسله‌والو طالبانو تر محاصرې لاندې وه خو اوس له محاصرې خلاصه شوې ده.

هغه زیاته کړه:

"ټولې ولسوالۍ محاصره نه‌دي، دښمن خپل کوښښ کړی دی، یوازي په ګېزاب ولسوالۍ باندې وسله‌والو طالبانو لږ فشار راوړ چې افغان امنیتي ځواکونو غاښ ماتونکی ځواب ورکړ."

ښاغلی کمکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی دی او ډېر ژر به د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو تر منځ لارې خلاصې کړي.

دا په داسې حال کی ده چې د ارزګان-کندهار تر منځ لویې لاره څه باندې شل ورځې کېږي چې وسله‌والو طالبانو د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

تېره ورځ د ارزګان امنیه قوماندان د ارزګان-کندهار لارې خلاصولو په هدف د عملیاتو پیلولو خبر ورکړ.

ارزګان ولایت چې د تېرو څو کلونو را په دې‌خوا په‌کې امنیتي وضعیت تر ډېر ښه وو په دې وروستیو کې د وسله‌والو طالبانو حملې په‌کې زیاتې شوي دي.

تېره میلادي میاشت وسله‌والو طالبانو د خپلو حملو لړۍ د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار څنډو ته ورسوله چې د راپورونو له مخې ګڼې امنیتي پوستې یې بې له مقاومته لاسته ورغلې چې په اړه‌یې پراخ بحثونه راپورته شول.

د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د یاد ولایت د امنیتي وضعیت خرابېدو له امله د دغه ولایت امنیه قوماندان ویس صمیمي او د امنیت امر عبدالقوي هم له دندو لیرې او پر ځای یې ولي جان سرحدي نوی امنیه قوماندان وټاکه.

د افغانستان دفاع وزارت هم د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی او ویلي دي چې یاد ولایت کې کافي امنیتي ځواکونه موجود دي چې د وسله‌والو مخالفینو ګواښونه به له‌منځه یوسي.

خو د ارزګان ولایت اوسېدونکو پرون دوشنبې ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یادو کسانو ویل چې دغه ولایت کې وروستیو جګړو اندېښمن کړي او د ژوند چارې یې له خنډ سره مخ کړي.

دوی وویل چې افغان حکومت باید د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG