د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

سرحدي: د ارزګان ـ کندهار لارې خلاصولو عملیات پيل شوي


د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، د ارزګان ــ کندهار لويې لارې د خلاصولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان وايي، د ارزګان او کندهار د لارې د خلاصون لپاره او همدارنګه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شاوخوا سیمو کې د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په هدف دا عملیات افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پیل کړي دي.

ولي جان سرحدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل یاد عملیات د ارزګان او کندهار دواړو خواوو څخه پیل شوي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي
د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي

هغه زیاته کړه:

"د ارزګان او کندهار ترمنځ لویه لاره د مخالفینو له خوا تړل شوې ده، اوس د ارزګان او کندهار له خوا عملیات پیل شوي دي."

سرحد وایي، ډېر ژر به دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.

د ارزګان او کندهار ترمنځ لویه لاره چي ۳۶۰ کیلو متره اوږدوالی لري ډېری وخت د وسله والو طالبانو لخوا د ترافیکو پرمخ تړل کېږي.

په وروستي ځل شل ورځې وړاندې وسله والو مخالفینو دغه لار بنده کړه چې ویل کېږي لا هم نه ده خلاصه شوې.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغې لارې په تړل کېدو سره په ارزګان کې د خوراکي اوغیرې خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د ارزګان ولایت دوو تنو اوسېدونکو عطاالله او ولي محمد په دې اړه ازادي راډیوته داسي وویل:

"په ارزګان ولایت کې د ټولو توکو بیې لوړې شوي دي، د ارزګان ولایت خلګ په ډېر ستونزوکې دي."

"زموږ ټولو ارزګانیانو دا غوښتنه ده چې دغه لاره خلاص کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې دوی د ارزګان ولایت لپاره جدي امنیتي تدابير نیولي او دغه ولایت ته یې کافي ځواکونه استولي دي.

ښاغلی وزیري وایي چې دوی د ارزګان په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG