د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

طالبانو ولې ارزګان ته غځېدلې لار تړلې ده؟


نیویارک ټایمز ورځپاڼې له کندهاره د ارزګان لور ته د لویې لارې پر سر د افغان ځواکونو د عملیاتو مساله څېړلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو دا لاره د دې لپاره نیولې ده چې دوی غواړي د ارزګان مرکز ترینکوټ ونیسي.

نیویارک ټایمز لیکي، په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په جنوب کې د جګړو تمرکز پر هلمند دی، یاغیانو ناڅاپي پام ترینکوټ ته اړولی دی.

د ورځپاڼې په باور وروسته تر دې چې تېرکال د مارچ په میاشت کې د ارزګان امنیه قوماندان مطیع الله خان ووژل شو، د دې ولایت امنیتي وضعیت کړکېچن شو او د ترینکوټ لارې نږدې له ټولو ولسوالیو سره بندې شوې دي.

اوس چې د کندهار- ترینکوټ لاره طالبانو تړلې ده په ترینکوټ کې د خوراکي موادو بیې زیاتې شوي دي.

د ترینکوټ – کندهار د لویې لارې د پرانیستو لپاره د کندهار په شاه ولي کوټ او میانشین ولسوالیو کې عملیات روان دي.

نیویارک ټیایمز د دې جګړو په ترڅ کې د افغان چارواکو په وینا خبر ورکوي چې طالبانو ته تلفات اوښتي دي او افغان ځواکونه د هغو ماینونو په ایستلو بوخت دي چې طالبانو کرلي دي.

ګارډین:

د لوېدیځ یوې بلې ورځپاڼې بیا د یوه افغان ژباړونکي د پناه اخیستلو مساله رااخیستې ده چې په افغانستان کې طالبانو د مرګ ګواښ ورته کړی و.

یوه بریتانیایي سیاستوال د خپل حکومت له لورې د افغان ژباړونکي ننګیالي داوودزي د پناه اخیستلو د غوښتنلیک پر ردیدلو سخت انتقاد کړی دی.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا، په دي اشداون د بریتانیا پخواني سیاستوال او ډیپلومات چې له کلونو راهیسې یې د هغو افغانانو د پناه اخیستلو په برخه کې هڅې کړې دي چې په افغانستان کې یې د جګړو په ډګرونو کې ژباړې کړې دي د داودزي د دوسیې ردیدل غندلي دي.

د ګارډین په وینا ننګیالي داوودزي درې کاله په هلمند کې له بریتانیایي ځواکونو سره ژباړه کوله، خو کله چې یې په بریتانیا کې د پناه درخواست رد شو او ترې وغوښتل شول چې له دې هېواده ووځي، ځان یې وواژه.

بلې بریتانیایي ورځپاڼې ډیلي میل لیکلي دي چې ۲۹ کلن داوودزي قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې وې او په خوارۍ یې ځان بریتانیا ته رسولی و.

داوودزي دې ورځپاڼې ته پخوا ویلي و چې بریتانیا د دې لپاره د ده د پناه درخواست رد کړی و چې معلومه شوې وه چې په ایټالیا کې د ده د ګوتې نښه اخیستل شوې وې.

د ورځپاڼې په وینا داوودزي ته ویلش ويلي وو چې په ایتالیا کې باید د پناه اخیستلو درخواست ورکړي.

XS
SM
MD
LG