د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

پر ملکیانو او پوځيانو د هوايي حملو په اړه د ولسي جرګې اندېښنې


د افغانستان په یو شمېر جنګ ځپلو سیمو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي حملو له امله د پوځیانو او ملکي کسانو وژل کېدو اندېښني راپارولي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان له حکومت نه غواړي چې د هوايي حملو پر مهال د پوځیانو او ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې اداراي پلاوي د یکشنبې په ورځ په عمومي ناسته کې له امنیتي او دفاعي ادارو نه وغوښتل چې د هوايي حملو د ترسره کولو پر مهال له پوره دقت نه کار واخلي.

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي وايي، د افغان او بهرنیو هوایي ځواکونو تر منځ نه‌همغږي د ورته ناوړه پېښو لامل کېږي.

​د دغه کمېسیون غړې سیمین بارکزۍ د دغې موضوع تر څنګ د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه وویل:

"یو دا چې د افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو او هغه څوک چې د بې‌پیلوټه الوتکو عملیات ترسره کوي همغږي موجوده نه‌ده، دوهم دا چې اوس وسله‌وال مخالفین د خلکو له کورونو نه ګټه پورته کوي، په تأسف سره چې په کلو کې موږ د ورته پېښو شاهدان یو چې طالبان او د هغوی مشران د خلکو له کورونو نه ګټه پورته کوي."

ننګرهار، فراه، ارزګان هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي حملو له امله په‌کې یو شمېر ملکیان او پوځیان مړه او ټپيان شوي دي.​

خو د ننګرهار د ملي اردو د څلورمې لوا د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان محمد نسیم سنګین وايي، دغه حملې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په داسې حال کې تر سره شوي چې د داعش ډلې یو شمېر کسانو د یوه حاجي په کور کې چې نوی له حج نه راغلی و سنګر نیولی و.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند بیا ازادي راډيو ته وویل، دولت دې په هغو ځایونو کې چې ملکیان په‌کې ژوند کوي د هوايي حملو اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلی یارمند د غلطو معلوماتو ورکول د دا شان پېښو د رامنځته کېدو عمده لامل ګني.

هغه زیاته کړه:

"په هغه صورت کې چې د غیر پوځیانو شمېر ډېر وي د دولت له‌خوا د هوايي حملو اجازه نه‌ورکول کېږي، خو په تأسف سره چې ځيني معلومات سم نه‌وي، باید په دې اړه دقت وشي، البته غیر ملکي کسانو ته تلفات سخت دي، خو باید تلفات کم شي."

د غیر پوځي کسانو د وژنو تر څنګ په دې وروستیو کې په فراه او ارزګان ولایتونو کې یو شمېر امنیتي پوځیان هم د هوايي حملو ښکار شول.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د دغو حملو په اړه دوی څېړنې کوي او هېڅ هوايي حملې بې‌همغږي نه‌دي تر سره شوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

هغه زیاته کړه:

"زموږ دفاع وزارت او د قاطع ملاتړ هوايي ځواکونه باید په همغږۍ کار وکړي او تل دا کار کوي، نو په همدې اساس ډېره هڅه کېږي چې بې له همغږي هېڅ ډول هوايي حملې تر سره نه‌شي."

په هوايي حملو کې د غیر پوځي کسانو وژنه کومه تازه خبره نه‌ده، بلکې په تېرو لسکو کلونو کې په لسګونه ورته پېښې رامنځته شوي چې حتی دغو پېښو د پخواني ولسمشر حامد کرزي اړیکې له نړیوالې ټولنې په ځانکړي ډول له امریکا سره په ټکر کې راوستې.

سیاسي کارپوهان هم وايي چې اوسنی حکومت او نړیوال باید د ورته پېښو مخه ونیسي که نه نو دا شان پېښې به د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG