د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

ویس: د ارزګان - کندهار لار به ډېر ژر د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي


د ارزګان امنيتي چارواکي وايي د ترينکوټ- کندهار لويه لار به په نږدې ورځو کې په بشپړ ډول د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شي.

دغه لار له څه باندې يوې مياشتې راهيسې د ناامنيو له کبله تړلې وه.

د ارزګان د ولايتي شورا مرستيال وايي، په ارزګان کې تر نسبي امن وروسته د وضعيت د خرابوالي يو علت د دولت او ولس ترمنځ فاصله ده.

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي د ترينکوټ-کندهار لويه لار چې له څه باندې يوې مياشتې تړلې وه، په نږدې ورځو کې د ټرافيکو پرمخ پرانيستل کېږي.

د ارزګان امنيه قوماندان ازادي راډيو ته وويل چې پر دې لار زيات تازه ماينونه ښخ کړاى شوي، د دوى تصفيوي عمليات هم ځکه ورو روان دي.

جنرال محمد ويس صميمي وويل دوى د لارې په اوږدو کې ګڼ ښخ شوي ماينونه شنډ کړي دي:

"د څلورنيم کيلومتره لارې له جملې درې نيم کيلومتره په بشپړ ډول خلاصه شوې ده، دښمن پر دې لار زيات ماينونه ښخ کړي وو، دا ماينونه شنډ شوي او د انجنيرۍ ټيمونه مو په ساحه کې کار کوي، د پوستو پر تحکيماتو هم کار روان دى ان شاءالله لار به ډېر ژر د ټرافيکو پرمخ خلاصه شي."

د لارې تړل کېدو د ارزګان ولسي خلک زيات اغېزمن کړي دي.

دوى له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي چې په دې ولايت کې د خوراکي او نورو ضروري موادو بيې څو برابرې لوړې شوې.

د ارزګان امنيه قوماندان وايي، د لارې په اوږدو کې اوس هم عمليات روان دي او په لنډو ورځو کې به دغه لار د عوامو پرمخ خلاصه شي.

تر دې مخکې د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند د کندهار د شاه وليکوټ او د ارزګان د مرکز ترينکوټ او شا و خوا ولسواليو پر امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده.

د ارزګان ولايتي شورا بيا وايي د ارزګان په دهراوت، چنارتو او چهارچينو ولسواليو کې هم جګړې روانې دي چې ولسي خلک يې سخت زيانمن کړي دي.

د ولايتي شورا مرستيال جان محمد پوپل وايي، په دې ولايت کې د ناامنيو د زياتېدو يو علت په دولت کې دننه نه همږغي ده:

"په دولت کې دننه اختلافات دي، پوليس او اردو اختلاف سره لري، اردو او ملي امنيت سره اختلاف لري چې د دولت مخالفانو غټه استفاده ورڅخه وکړه، دوى خپلې سپکې او درنې وسلې غرونو ته وخېژولې لارې يې بندې کړې او پر خلکو ډزې کوي، دا وسلې خو ما نه دي ورکړي، خو له دولت څخه يې رانيولي دي."

د ولايتي شورا مرستيال وايي، په ارزګان کې د څو نورو ولسواليو لارې هم د ناامنيو له کبله تړلې دي.

په ارزګان کې تر نسبي کرارۍ وروسته د ناامنيو دغه راپورونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG