د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

کلیفلنډ: د ارزګان او شمالي کندهار امنیتي وضعیت ته اندېښمن یو


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ قومندانۍ وایي، د ارزګان او شمالي کندهار امنیتي وضعیت د دوی لپاره د اندېښنې وړ دی.

د بهرنیو ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیفلنډ دا خبره د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته په کابل کې وکړه.نوموړي همدا رنګه وویل چې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن به ډېر ژر د افغانستان د حالاتو ارزونه پای ته ورسوي او خپل وړاندیزونه به د امریکا حکومت ته و سپاري.

د ارزګان د ناسم امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنو په دوام دا ځل د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت ناسم بللی دی.

د قاطع ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیفلنډ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې دا رد کړه چې وسله وال مخالفین به کومه سیمه ونیسي خو د ارزګان او شمالي کندهار د حالاتو په اړه یې وویل:

"هغه سیمه چې زموږ لپاره تر ټولو زیاته د اندېښنې وړ ده هغه د کندهار په شمال کې د شاه ولي کوټ سیمه، ټرینکوټ ته تللې لویه لاره او د ټرینکوټ شاوخوا ولسوالۍ دي. خو په ټوله کې موږ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو په اړه خوشبینه یو."

بارکزی: له درې میاشتو راهیسې ارزګان ولایت د وسله‌والو مخالفینو په کلابند کې دی.
بارکزی: له درې میاشتو راهیسې ارزګان ولایت د وسله‌والو مخالفینو په کلابند کې دی.

له دې یوه ورځ مخکې په ولسي جرګه کې د ارزګان استازې عبیدالله بارکزي وویل چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې دغه ولایت محاصره دی او که جدي پام ورته و نشي نو ښایې سقوط وکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر بیا له حکومته ارزګان ولایت ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا ډاډ ورکوي چې په ارزګان کې عملیات روان دي او د دغه ولایت کومه سیمه به سقوط و نه کړي.

په همدې حال کې د بهرنیو ځواکونو ویاند هیله څرګنده کړه چې د طالبانو نوې مشرتابه به د سولې لاره غوره کړي خو په وینا یې د دوی رول دا دی چې افغان ځواکونه پیاوړي کړي تر څو له وسله والو سره له قوي دریځه چلند وکړي.

جنرال چارلز کلیفلنډ دغه راز وویل چې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان د حالاتو د ارزونې په وروستي پړاو کې دی.

نوموړي وویل، کله چې دغه ارزونه پای ته ورسیږي نو بیا به حالاتو ته په کتو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په اړه خپل وړاندیزونه د امریکا حکومت ته ورکړي.

ښاغلي کلیفلنډ زیاته کړه:

"تاسو پوهیږئ چې موږ د جنرال نیکولسن ارزونې ته رسیږو. د ۹۰ ورځنۍ ارزونې تر پایته رسېدو وروسته به هغه خپل وړاندیزونه خپلو مشرانو ته وکړي."

کلیفلنډ‌: د طالبانو نوی مشر به د سولې لار غوره کړي. د طالبانو د نوي مشر ملا هبت‌الله انځور
کلیفلنډ‌: د طالبانو نوی مشر به د سولې لار غوره کړي. د طالبانو د نوي مشر ملا هبت‌الله انځور

ښاغلی کلیفلنډ وایي، د طالبانو له نوي مشرتابه سره په لنډ وخت کې د جګړې په ډګر کې د بدلون تمه نه کیږي خو وایې چې افغان ځواکونه سږکال له نوېو امکاناتو او تجربو سره سمبال شوي او دا به دوی د وسله والو پر وړاندي جګړې کې بریالي کړي.

د هلمند د عملیاتو اُپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان وایي، د جنوب لویدیځ زون ستراتیژیک اهمیت ته په کتو وسله وال هڅه کوي په دغه سیمه کې ځان ته ځای پیدا او له لارِ یي د افغانستان نورو سیمو ته جګړه وغځوي.

XS
SM
MD
LG