د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

په ولسي جرګه کې د ارزګان د احتمالي سقوط خبرې کیږي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او اداري پلاوی د یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون د ارزګان امنیني وضعیت نازک بولي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د چهار شنبې په ورځ یې د ولسي جرګې د غونډې مشري کوله له حکومته وغوښتل چې د ارزګان او نورو ولایتونو امنیت ته جدي پام وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي چې د ارزګان او نورو ولایتونو د امنیت د ټينګښت لپاره عملیات روان دي.

د ولسي جرګې د چهار شنبې ورځې په غونډه کې د یو شمېر ولایتونو په ځانګړي توګه د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وښودل شو او د احتمالي سقوط خبرې یې کېدلې.

د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي چې امنیتي تدابیر باید جدي او اجازه ورنه کړي چې ارزګان له سقوط سره مخ شي.

د جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د جرګې مشري یې کوله پر کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت غږ وکړ چې امنیتي مسایل جدي تعقیب کړي.

د ولسي جرګې غړي مرستیال ظاهر قدیر
د ولسي جرګې غړي مرستیال ظاهر قدیر

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"په امنیتي ارګانونو باندې غږ کوو چې د ټول هېواد امنیتي وضعیت ته دې جدي پام وکړي، په ځانګړي توګه ارزګان، ځکه دا یو سټراټیژیک ولایت دی او امنیتي وضعیت په کې خراب دی، موږ کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او ملي امنیت باندې غږ کوو چې د دغه ولایت امنیت ته دې جدي توجه وکړي."

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسي ارزګان محاصره دی.

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسي ارزګان محاصره دی.
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسي ارزګان محاصره دی.

ښاغلي بارکزي وايي، که مرکزي حکومت د دغه ولایت امنیت ته پام ونه کړي، نو دغه ولایت به سقوط وکړي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"د ارزګان ولایت عنقریب د سقوط په حال کې دی، د ارزګان ــ کندهار لویه لاره بنده ده، هلته خلک په ډېر بد حالت کې دي، له مرکز سره د شپږو ولسوالیو لارې تړل شوي دي."

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ستونزې مني، خو د ولایتونو د سقوط ګواښ ردوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې دښمن فعالیت لري او امنیتي ستونزې یې هم پیدا کړې.

ویاند جنرال دولت وزیري
ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"دفاع وزارت په پام کې لري په هغو ځایونو کې چې امنیت کمزوری وي یا ګواښ وي هلته وظایف اجرا کړي، په ارزګان کې علمیات روان دي، یو ولایت هم سقوط نه کوي، ولې ستونزې، جنګ او د دښمن تحرکات شته دي، خو دا نه منو چې ګواکې کوم ولایت دې سقوط وکړي."

ښاغلي وزیري زیاتوي چې دا مهال د افغان کمانډو ځواکونو په ګډون د ګډو ځواکونه له خوا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۸ پوځي عملیات روان دي چې ښې لاس ته راړونې هم لري.

افغان ولسمشر او پوځي چارواکو له دې وړاندې ویلي چې طالبان او نور مخالفین په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې ځانته جغرافیه پيدا کړي، خو ډاډ یې ورکړی چې افغان ځواکونه به اجازه ورنه کړي چې دغه هڅې بریالۍ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG