د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

چارواکي: د ارزګان چنارتو کې خلک د خوراکي توکو قحطۍ سره مخ دي


د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ مسؤلین وايي، د دې ولسوالۍ لار له ډېرې مودې راهیسې د ناامنیو له کبله د مرکز ترینکوټ سره د ترافیکو پر مخ تړل شوې چې له امله‌یې خلک د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ دي.

د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اختر محمد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د چنارتو ولسوالۍ لاره د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ سره د تېرو څلورو میاشتو راهیسې وسله‌والو طالبانو د ترافیکو پر مخ تړلې چې له امله‌یې عام خلک د خوراکي توکو د کمښت ستونزې سره مخ دي.

نوموړی وايي، په دغې ولسوالۍ کې خلک د غنمو د نشتوالي له امله د جوارو خوراک ته اړ شوي او د ټولو خوراکي او غیر خوراکي توکو بيې درې برابره لوړې شوې دي.

قوماندان اختر محمد زیاته کړه:

"څلور ځلې مو والي صاحب ته سپن ږیري ور استولي دي چې د چنارتو ولسوالۍ خلک په ډېر بد حالت کې دي چې د چنارتو ولسوالۍ لاره باید خلاصه شي، خو والي صاحب تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه‌دي کړي، په دغې ولسوالۍ کې درې لېټره غوړي په زر پاکستانۍ کلدارې دي، څلور کېلو غنم په څلور سوه کلدارې دي او همدارنګه یو لېټر تېل په درې سوه کلدارې دي."

قوماندان له دولت څخه غوښتنه وکړه چې چنارتو ولسوالۍ ته دې عاجلې مرستې ورسوي.

له دې سره د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې په دغې ولسوالۍ کې خلک په خورا بد حالت کې ژوند تېروي او له دولت څخه د یادې ولسوالۍ د لارې د خلاصون غوښتنه کوي.

خلک: د چنارتو خلک د خوراکي توکو ستونزو سره مخ دي.
خلک: د چنارتو خلک د خوراکي توکو ستونزو سره مخ دي.

د چنارتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زموږ ولسوالۍ ته دولت هېڅ پاملرنه نه‌کوي، زموږ پر ولسوالۍ باندې وسله‌والو طالبانو له څو میاشتو راهیسې لاره بنده کړې ده."

"زموږ په ولسوالۍ کې خوراکي توکي د ځینو خلکو پر مخ خلاص شوي دي، که چېري په لنډ وخت کې لاره خلاصه نه‌شي، نو خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټی هم په چنارتو ولسوالۍ کې یادې ستونزې مني او وايي چې په راتلونکو پنځو ورځو کې به دغې ولسوالۍ ته د هوا له لارې عاجلې مرستې ورسوي.

نوموړی د وسله‌والو طالبانو دغه کار چې پر ملکي وګړو يې لارې بندې کړي غیر انساني عمل بولي او غوښتنه کوي چې له ملکي کسانو دې د سپر په توګه کار نه‌اخلي.

خروټی: په دې مې له ولسمشر سره خبرې کړي دي.
خروټی: په دې مې له ولسمشر سره خبرې کړي دي.

خروټی وايي:

"له ډېرې مودې راهیسې د چنارتو ولسوالۍ لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده، په دې اړه ماته هم څو ځلې د یادې ولسوالۍ قومي مشران راغلي دي، ولې ما په دې اړه له ولسمشر سره هم خبرې وکړې هغه ماته ډاډ راکړی دی چې موږ به ډېر ژر د دغه خلکو غم وخورو."

خروټي پر وسله‌والو طالبانو هم غږ وکړ چې نور دې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره دې خپله کړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره د ارزګان د ټولو ولسوالیو خلک له ورته برخلیک سره مخ دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG