د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

لوګر اوسېدونکي: د ناامنیو پراخېدو له امله اکثر خلک کابل ته کډه شوي


د کابل په ګاونډ کې د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي چې په ولایت کې یې د ناامنۍ څپې پراخې شوي تر دې چې وسله وال مخالفین د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ازادانه تګ راتګ کوي.

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ناامنیو دلیل د امنیتي ارګانونو نه پاملرنه یاده کړه.

د لوګر دوو تنو اوسېدونکو عبدالطیف او الهام په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د لوګر ولایت امنیت صفر ته نږدې شوی دی له پاخه سړکه ها خوا څوک تر پنځو کېلو مترو نه شي تلای."

"په کلیو کې جګړه ده، طالب دی، بدبختي او بېکاري ده ټولو خلکو کابل ته کډه کړې ده او په پنځو زرو کورونو کې شاید پنځه سوه کورنۍ هم نه وي پاتې."

د لوګر اوسېدونکي په دغه ولایت کې روان امنیتي وضعیت جدي ستونزه یادوي وايي چې افغان ځواکونه د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي.

په ورته وخت کې د لوګر ولایتي شورا هم وايي چې په دغه ولایت کې یې امنیتي ستونزې ډېرې شوي او په لوګر کې د خلکو امنیت د ساتنې لپاره لازمه اندازه ځواکونه نشته.

د ولایتي شورا یو غړی حسیب ستانکزی وايي چې د لوګر ولایت د ناامنۍ دلیل د امنیتي بنسټونو په کمزورتیا کې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه اندازه ځواکونه چې په لوګر ولایت کې دي کافي نه دي او امنیتي ستونزې ډېرې شوي خو باید مدیریت شي ځکه چې امنیتي او کشفي ادارې خپلې ستونزې لري او څه نه شي کولای."

هغه وايي چې دا موضوع یې له ولسمشر سره په لیدنه کې هم شریکې کړي او په دې برخه کې یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کړي ده.

دا اندېښنې داسې وخت مطرح کېږی چې د لوګر د سیمه ییزو چارواکو په وینا د ناټو ځواکونو په وروستۍ بمبارۍ کې یوولس غیر نظامي کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي.

د لوګر والي حلیم فدایي ویلي چې وسله وال طالبان د مرکز په دشت باري سیمه کې راغونډ شوي و او ناټو ځواکونو هدف وګرځول.

په ورته وخت کې د لوګر امنیه قوماندان په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو فعالیت نه ردوي خو ډاډ ورکوي چې د مخالفینو د ځپلو لپاره هڅې روانې دي.

د لوګر ـ کابل لویه لار
د لوګر ـ کابل لویه لار

عصمت الله علیزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ ستوزې لرو او طبیعي ده چې نااعلان شوي جګړه روانه ده، خو هغه ځواکونه چې په لوګر کې شته شپه او ورځ د دې هڅه کوي چې ډاډمن او دایمي امنیت راولي."

ښاغلی علیزی وايي چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې عملیات دروان دي او مخالفینو ته یې درانه تلفات هم رسولي دي.

هغه د لوګر له اوسېدونکو غواړي چې د امنیت د ټينګښت لپاره له افغان ځواکونو سره مرسته او په خپلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د فعالیت پر وړاندې اقدامات وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG