د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

چارواکي: د کابل-لوګر پر عمومي سړک امنیتي تدابیر ډېر شوي


د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د کابل-لوګر د لويې لارې په اوږدو کې يې امنیتي تدابیر ډېر کړي او د دې لارې امنیت ښه شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال ایوب وردګ نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ځايي امنیتي ادارو د پرله‌پسې فعالیتونو او عملیاتو په پایله کې د کابل-لوګر د عمومي سړک امنیت ټېنګ کړی او اوس مسافر کولای شي، په ډاډه زړه تګ او راتګ وکړي.

ایوب وردګ
ایوب وردګ

ایوب وردګ زیاته کړه:

"دلته موږ عملیات وکړل او د لارې په اوږدو کې مو څو پوستې جوړې کړې، د عملیاتو په لړ کې مو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وه چې حتی جسدونه‌يې موږ د رسنیو سره شریک کړل، پس له هغې نه تهدیدات له‌منځه تللي او موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې مسافرین کولای شي، شپه او ورځ په ډاډه زړه تګ او راتګ وکړي."

د روژې په میاشت کې د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې انځورونه خپاره شول چې وسله‌وال د کابل-لوګر عمومي سړک ته راوځي، د څو دقیقو لپاره لاره تړي او د ګاډو تلاشي اخلي.

د محمد اغې ولسوالۍ امنیه قوماندان نثاراحمد امین‌زوی هم وايي، دوی په دې لاره پهرې او ګزمې دومره ډېرې کړي چې سړک ته به بیا وسله‌وال راونه‌وځي.

چاوراکي: د امنیت د تأمین په هدف تدابیر زیات شوي.
چاوراکي: د امنیت د تأمین په هدف تدابیر زیات شوي.

نثاراحمد امین‌زوی وايي:

"مقاماتو او ولسونو ته ډاډ ورکوم چې موږ د دښمن په مقابل کې خپلې پهرې، ګزمې او کمینونه زیات کړي دي، دوی به بیا دا جرئت ونه‌لري چې سړک ته راکوز شي، سړک بند کړي، یا چک پاینټ واچوي او یا له موټر څوک راښکته کړي."

د کابل-لوګر په لاره تېرېدونکي مسافر او د ګاډو چلوونکي هم وايي چې د دې سړک امنیت ډاډمن شوی او پوځي ادارې ورباندې شپه او ورځ ګزمې کوي.

دوی اندېښنه لري، که پوځي ادارې شته امنیتي تدابیر ونه‌ساتي، نو سړک ته بیا هم وسله‌وال راوځي.

د مسافرو او موټر چلوونکو د اندېښنو په ځواب کې د کابل-لوګر د لارې یو تن امنیتي مسؤل سمونیار حیات‌الله وايي چې دوی دا ځل د لارې په هغو ځایونو کې چې دایمي تهدیدونه په‌کې موجود وو، ثابتې امنیتي پوستې جوړې کړي او وسله‌وال نه‌شي کولای چې بیا لارې ته راووځي.

سمونیار حیات‌الله زیاتوي:

"یو څو ورځې مخکې د دښمن له لوري لږ لږ تهدیدات وو، فعلاً چې موږ تاسو قرار لرو دا بورک ساحه ده چې د کابل او لوګر عمومي لاره ده، دلته موږ شپه او ورځ د هېوادوالو په خدمت کې یو، دلته مو امنیتي پوسته جوړه کړې ده، مخکې که لږ امنیتي تهدیدات وو، ډاډ درکوو چې نور به تهدیدات نه‌وي، هر ځای چې دښمن سرپورته کړي موږ به‌يې وځپو."

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي وايي چې په یاد ولایت کې يې د امنیت د ټېنګولو، ښې حکومتوالۍ همدارنګه په ټولنیز وضعیت کې د مثبت بدلون په خاطر ځینې نوې ګمارنې او تبدیلۍ هم کړې دي.

د لوګر والي حلیم فدايي
د لوګر والي حلیم فدايي

حلیم فدايي وویل:

"په لوګر کې امنیتي وضعیت د بل هر وخت په نسبت د ښه کېدو په حال کې دی، د درېیو ولسوالیو ولسوالان مو تغییر او تبدیل کړل، تر څو هغوی د خپلو ملکي او پوځي ادارو تر منځ د امنیتي، ښې حکومتوالۍ، او انکشافي برخو کې ټول موجود قوتونه سره همغږي کړي."

د لوګر ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې د کابل-لوګر په لاره کې يې د امنیت د ټینګولو لپاره د پرله‌پسې سیارو ګزمو سربېره د امنیتي پوستو شمېر هم ۴۰ ته رسولی دی.

بل لوري ته په لوګر کې د ټولنیزو او سیاسي مسایلو یو شمېر کتونکي په دې اند دي چې یوازې د پوستو په جوړولو امنیت نه‌ټینګېږي، بلکې امنیتي ادارې دې په لیرو پرتو سیمو او کلیو کې د وسله‌والو پټن‌ځایونه او مرکزونه تعقیب کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG